د جاپان د دوکاندرانو يو مرغه ګيراک مړ شو
د جاپان د دوکاندرانو يو مرغه ګيراک مړ شو
په جاپان کې د یو داسې پینګوین ویډیو کښته او پورته کېږي چې له کوره بازار او له بازاره کور ته ځي، خو د ۱۹۹۶ کال دغه ویډیو ځکه د پام وړ ګرځېدلې چې اوس دغه هوښیار الوتونکی ژوندی نه دی.
دغه الوتونکي ته له مینې د لالا نوم ورکړ شوی او د نړۍ حیرانوونکی پينګوین دی چې د کور او بازار لاره ورمالومه وه.
کیسه داسې ده چې یوه ورځ دغه لس کلن پینګوین په یو دام کې له بندېدو وروسته ټپي شو او وروسته بیا یوې کورنۍ د هغې درملنه وکړه چې بیا د هماغې کورنۍ غړی وګرځېد.
د رییل ټلوېزیون شبکې تازه د لالا/پينګوین یو کوچينی فلم خپور کړی چې پکې هغه د خپلې ایرکنډېشن څښتن له کوټې د راوتلو په حال کې لیدل کېږي، لومړی د کور غړي هغه ته یو کوچينی بکس ور په شا کوي، ځکه چې هغه خو له بازار نه په لاسونو کې کبان نهشې راوړلای. لالا بازار ته ځي او هلته کب پلورنکی لومړی ورباندې یو کب خوري، وروسته یو څه شیان د هغه په بکس کې ږدي او بیا لالا له بازار نه د کور پر خوا روانېږي، خو کور ته له رسېدو سره هغه زیات ستړی ښکارېږي. دا چې هغه د سړو سیمو حیوان دی، د کور غړي ورباندې یخې اوبه اچوي، هغه تازه کېږي او خپلې سړې کوټې ته ننوځي.
په ویډیو کې لالا د کور غړیو ته داسې ګوري، ته وا د هغوی په خبرو پوهېږي او ان خپل سر هم ورته ښوروي.
که څه هم ډېرې سختي او ګرمي یې ولیدې، خو بیا هم لالا دا کور پرې نه ښود، تر دې چې همالته یې د ابد لپاره سر کېښود او اوس په نړۍ کې نهشته، خو یادونه یې د جاپانیانو په ذهن او سترګو پاتې دي.
0 دیدگاه