اکشی کومار ولې غوسه دی؟
اکشی کومار ولې غوسه دی؟
د بالیووډ ستوري اکشی کومار د دوه ګوني تابعيت په هکله بیا ناندرۍ راپورته شوې دي.
هغه وايي چې د خپل کاناډايي پاسپورټ پر ځای يې هندي پاسپورټ کارولی دی او په وینا یې، دغه ثبوت کړی دی.
نوموړی له خپلو خلکو ګيلهمن دی او زیاتوي چې په دې اړه د هغوی ناسمې نیوکې او منفي نظریات یې خواشینی کوي.
اکشی کومار رسنیو ته په خبرو کې ټینګار کوي چې مېرمن یې «ټوینکل» او زوی یې «اراف» هندیان دي، ان د کورني ټول غړي یې هندیان دي او دغلته یې مالیه تحویل کړې ده.
هغه د کاناډايي تابعیت په اړه پوښتنې ته په ځواب کې وايي، څوارلس فلمونه مې په ناکامېدو ول، نور مې فکر وکړ چې زما هر څه ختم شول، د یو بل کار په لټه کې شوم، نږدې ملګری مې په کاناډا کې اوسي او په اصل کې هندی دی، هغه هلته د یو بل کار لپاره وغوښتم، پاسپورټ مې واخیست او تګ ته چمتو شوم، خو دا وخت زما پنځلسم فلم کامیاب شو، هماغه وه چې نور مې بیا شا ته و نه کتل او تر ننه مې خپل کار ته دوام ورکړ.
د اکشی کومار د دوه ګوني تابعیت په هکله هغه وخت پوښتنې پیدا شوې چې نوموړي په ممبي کې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو پر مهال خپله رایه ور نه کړه.
خو په عین حال کې یې پر خپله ټویټر پاڼه وليکل چې هغه د کاناډا پاسپورټ له لرلو انکار نه کوي، خو دا هم حقیقت دی چې له تېرو اووه کالو کاناډا ته نه دی تللی او له خپل هېواد سره ډېره مینه لري.
0 دیدگاه