د جان لېنن عينکې
د جان لېنن عينکې
د انګلستان د یو مشهور سندرغاړي ماتې عینکې په یو لک او ۸۳ زره او پنځه سوه ډالره په لیلام کې وپلورل شوې.
په اویایمه لسیزه کې د راک موسیقي نامتو انګرېز سندرغاړي جان لېنن خپلې عینکې په موټر کې پرېښودې، که څه هم موټر چلوونکي غږ پسې وکړ، خو هغه د دې لپاره وانه خیستې چې هغه ماتې وې.
تر دې چې دغه عینکې له موټر چلوونکي سره پاتې شوې او بالاخره له څلوېښتو کالو وروسته لیلام ته وړاندې شوې.
د شلمې پېړۍ د مشهور او اغېزناک، خو جنجالي سندرغاړي جان لېنن سندره «امیجن» د هغه وخت په سلو غوره سندرو کې حسابېږي، خو دا چې محافظهکارو دغه سندره جنجالي بلله؛ نو دغه موضوع د دې لامل شوه چې په ۱۹۸۰ کال کې د یو متعصب کس له خوا ۴۰ کلن جان لېنن په ډزو وژل کېږي.
0 دیدگاه