د سارا عليخان یو کال ووت
د سارا عليخان یو کال ووت
د بالیووډ نوې ستورې سارا عليخان، په بالیووډ کې د یو کال پوره کېدل ونمانځل.
هغه لومړی ځل په ۲۰۱۸ کال کې د کېدرناټ په نوم فلم کې راڅرګنده شوه او دا دی اوس په دغه ډګر کې د یو کال پوره کېدو خوشحالي هم ونمانځله.
سارا د خپل انسټاګرام له لارې له هغو کسانو مننه کړې چې په دغه فلم کې یې ورسره مرسته کړې وه.
په کیدرناټ فلم کې سارا عليخان د یوې پېغلې رول لوبولی او همدارنګه سوشت سینګ راجپوت د منصور علي خان په رول کې راڅرګند شوی دی.
د یادولو ده چې کېدرنات فلم د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه جوړ شوی دی.
سیف علي خان د سارا علي خان پلار هم د هغې فلم خوښ کړی او د نورو بریاوو هیله یې ورته کړې ده.
که څه هم کېدرنات فلم په هندي سېنماګانو سم و نه ځلېد، خو سارا خپل همت له لاسه ور نه کړ او په دغه ډګر کې خپل کار ته دوام ورکړ.
هماغه وه چې یوه ورځ له رنویر سنګهـ سره په سېمبا فلم کې راښکاره شوه او دغه فلم خورا نامتو هم شو. دې یوازې پر دې بري قناعت و نه کړ او ورپسې يې په دوو نورو فلمونو کې پرلهپسې کار وکړ چې له برکته یې خلکو ته خپله پیاوړتیا ثابته کړه.
سارا د فلمونو تر څنګ سندرې وايي او تکړه نڅاګره هم ده.
د یادولو وړ ده چې سارا عليخان به په راتلونکي فلم کې له امتیازعليخان سره په «لو اج کل» کې راڅرګنده شي او اوس مهال له ډيويډ دهوان سره د «۹۰ هېټ» فلم په جوړولو کار کوي.
0 دیدگاه