يو بل فرعون وموندل شو
يو بل فرعون وموندل شو
د مصر لرغونپېژندنې وزارت وايي چې د یو تاریخي ځای خوندي ساتلو لپاره یې هلته د کېندنو پر مهال د دویم رامسس په نوم د فرعون یوه مجسمه موندلې ده.
ویل کېږي چې دغه کيندنې د «بتاح» معبد ته نږدې د یو مصري وګړي په ځمکه کې روانې وې او د کېندنو په لړ کې دا مجسمه کشف شوه.
د دې ځمکې ارزښت هغه وخت رسمي شو چې لرغونپوهانو دغلته په اوبو کې ایښودل شوي غټ بلاکونه ولیدل.
د لرغونپېژندونکو په وینا، د مجسمې پاسنۍ برخه چې د «K» په بڼه ده د «ځواک، هوساینې او پټ روح ښوونکی دی.»
دا د اکتشافاتو تر ټولو نادره پېښه نومول شوې، ځکه چې دا لومړنۍ «K» ډوله ګرانیټي مجسمه ده، تر دې وړاندې د دغې سلسلې د دیارلسمې دورې پاچا د «اب رع حور» لرګینه مجسمه موندل شوې چې اوس د مصر د تحریر سیمې په موزیم کې نندارې ته ایښودل شوې ده.
د دې مجسمې ارتفاع ۱۰۵، عرض یې ۵۵ او ډبلوالی یې ۴۵ سانټي مټره ښوول شوی او له اړوندو موندل شویو بلاکونو سره د رغولو او خوندي کولو لپاره د «میت رهینه» پرانيستي موزیم ته وړل شوې ده.
0 دیدگاه