کرینه بیا راډيو ته راځي
کرینه بیا راډيو ته راځي
د بالیووډ تکړه اداکارې کرینه کپور د هند په یوه راډیو کې خپل کوربهتوب د «ښځې څه غواړي» خپرونې دویم پړاو پیل کړ.
کرينې چې د «عش» راډیو دغې خپرونې په اول وخت کې یې د ښځو په اړه بحثونه کول، اوس غواړي هغه کسان مېلمانه کړي چې د ښځو په ناسمو دودونو او نورو مهمو ستونزو خبرې اترې وکړي.
د ټایمزافانډیا په حواله، کرینه کپور به دغې خپرونې ته نه یوازې تکړه ښځې ور بولي، بلکې داسې نارینه به هم مېلمانه کوي چې په دې برخه کې یې قربانۍ ورکړې وي. بله نوې دا ده چې کرينه به له دا وار په ډېرو ګرمو احساساتو دغه خپرونه پيل کړي.
د انډیاټوډې د راپور له مخې، لومړی به په دې خپرونه کې له خپل خاوند سره خبرې کوي، ځکه سیف علي خان له دغې خپرونې سره پر ټلیفون ویلي وو چې د زوی تر پیدا کېدو وروسته به هغه خپله مېرمن څنګه خوشاله ساتي.
همداراز کرینې په ځواب کې ورته ویلي وو، سیفه! تا خو په راډيو کې دا پوښتنه وکړه، زه به خامخا ځواب درکوم چې يو مېړه څنګه له خپلې مېرمنې سره کومک وکړي. د اولاد زېږول دا مانا چې ښځه خورا زیات کارونه کوي؛ نو که ته ورسره مرسته وکړې، بیا نو خامخا خوشالېږي.
د دې خپرونې مينهوال به دا ځل دغه ژوندۍ مرکۍ له راډيو، بغير په يوټوب کې هم ويني.
0 دیدگاه