سلمان خان؛ هيڅوک خرابه معامله نه خوښوي
سلمان خان؛ هيڅوک خرابه معامله نه خوښوي
د بالیووډ ستوری سلمان خان وايي چې کېدای شي په فسټیوال کې تر یوه ډېر فلمونه خپاره شي. د راپور له مخې، سلمان خان لا وړاندې ویلي چې په اختر کې د هغه فلم «رادې» خپرېږي، حال دا چې د اکشی کومار فلم «لکشمي بم» به په راتلونکي لوی اختر کې نندارې ته وړاندې شي.
دا په داسې حال کې ده چې کله سلمان خان په دې اړه وپوښتل شو؛ نو هغه خورا ساده غوندي وویل چې هر فسټیوال د ټولو لپاره وي، د همدې لپاره هر څوک کولای شي خپل فلم نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وايي، په دې اړه خو ټول پوهېږي چې که کوم فسټیوال ته ورور جان راځي، بیا نو بل چا ته ځای نه پاتې کېږي. د نوموړي په وینا، مخکې تر دې چې د سترو اداکارانو فلمونه سره ټکر وکړي، باید مخنیوی یې وشي، ځکه هیڅوک ناسمې معاملې ته زړه نه ښه کوي.
0 دیدگاه