د ماشومانو جنسي ځورونه
د ماشومانو جنسي ځورونه
څلورمه برخه
ډاکټر محب زغم
۷. یو شفر وټاکئ چې که مو ماشومان ځان خوندي نه بولي یا غواړي له هغه ځایه یې وباسئ، درته ویې وایي. ماشومان مو چې لږ غټ شول، بیا ورته یوه شفري کليمه ور زده کړئ چې کله ځان خوندي نه ګڼي، هماغه کليمه ووایي. دا کليمه هغه مهال استعمالېدای شي چې کور ته مو مېلمانه راغلي وي، د بل چا کره شپه کوئ او یا ماشومان مو په لوبو کې دي.
۸. ماشومانو ته مو ووایاست چې که خپل راز درته ووایي، لانجه ورته نه جوړېږي.
ماشومان ځينې وخت ما ته وايي چې خبره یې ځکه پټه کړې وه هسې نه په لانجه وا نه وړي. دغه وېره غالباً د ځوروونکيو له خوا کارول کېږي. ماشومانو ته مو ووایاست چې بېغمه شئ، د خپل بدن په اړه چې هره خبر او هر راز راته وایاست، په تاسې به څه نه کېږي.
۹. ماشومانو ته مو ووایاست چې کېدای شي د بدن لمس کول انسان وتخنوي یا خوند ورکړي. ماشومانو ته ووایاست چې ان که څوک د تخنولو په پلمه هم غواړي د بدن مخصوصو غړيو ته مو لاس وروړي، مه یې پرېږدئ.
۱۰. ماشومانو ته مو ووایاست چې ان له اشنا کسانو او نورو ماشومانو سره هم دغه قانون باید پلی شي.
دا خبره مهمه ده چې ماشومانو ته یې وکړئ. که له ماشومانو پوښتنه وکړې چې «بد انسان» څنګه وي، دوی به وايي لکه د کارټوني فلم بدمعاش. تاسې ورته ووایاست چې؛ «بد انسان له رنګه نه پېژندل کېږي. هغه بېخي لکه ښه انسان مالومېږي.» دوی پوه کړئ چې یوازې مور او پلار کولای شي ستاسې مخصوصو غړيو ته لاس وروړي، ځکه چې یا به مو بدن پاکوي او یا به یې په کریم غوړوي، خو نور هيڅوک هم دا اجازه نه لري. نه ملګري، نه تره او ماما، نه ترور او عمه، نه معلم، ملا او استاد. ان هغه کسان چې درباندې ګران هم دي، حق نه لري چې مخصوص غړي مو لمس کړي.»
د مېرمن دانیل پر سپارښتنو سربېره، یو څو نورې خبرې هم په پام کې ونیسئ؛
ماشومانو ته په روښانه ټکيو خبرې وکړئ.
ورته ووایاست چې د هيچا پر زنګانه دې نه کېني. څوک دې نه پرېږدي چې په ورانه، کوناټي، فرج، تیونو، مخ او شونډو لاس ووهي. له مور او پلاره پرته دې بل څوک پرې نه ږدي چې مخ یا شونډې یې ښکل کړي. که څوک ورته وایي چې زما مخصوص غړي ته لاس وروړه، ورته ودې وایي چې «زه به مې مور او پلار ته دا خبره وکړم.»
د ماشومانو له ورځنیو کارونو سره مينه وښياست. پوښتنه وکړئ چې نن دې څه وکړل او له چا سره دې وکړل؟ له مکتبه چې راغلې، کومه لوبه دې وکړه؟ خوند دې واخیست؟ چا درته څه وویل؟
نور بیا...
0 دیدگاه