رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!
رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!
دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري، هغې چې د «Humpty Dumpty» په نوم د خپل ماشوموالي دغه انځور په انسټاګرام کې پورته کوي په داسې حال کې چې د هغې کوچينی ملګری هم ورسره ده؛ نو مینهوال يې د لايکونو باران پرې جوړوي او نظرونه هم ورته ليکي، خو لږ وروسته يو بل انځور پورته کوي چې په هغه کې یې خپل وېښتان شانه ورانه اړولي دي.
دغه انځور د هغې مینهوال ډېر خوښوي او بېلابېل کمنټونه ورکوي. نورو مشهورو اداکارانو هم د هغې انځور ته د مينې کمنټونه ورکړي دي، خو په دې مينهوالو کې د هغې خاوند او د بالیووډ نامتو ستوری رنویر سنګهـ بیا په ټوکه ورته لیکي، «مار دو مجهې» يانې «ما مړ کړه».
همدا راز دا جوړه د کريکټر «کپل دیو» د ژوند په اړه د «۸۳» په نوم فلم کې یو ځای کار کوي. رنویر سنګهـ د کريکټر «کپل دیو» رول لوبوي او دیپيکا د هغه د مېرمنې «رومي دیو» په رول کې را څرګندېږي.
0 دیدگاه