دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟
دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟
د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.
هندي رسنۍ وايي چې هغه یې په هوايي ډګر کې خوشاله ولیده او دا وايي چې د بالیووډ له لویو ډایريکټرانو سره به یې لیدنې کامیابي وي.
دیپکا د امریکايي ډایریکټر ډینیل جون کروسو فلم «ایکسایکسایکس؛ ریټرنافزینډر کیج» کې له امریکايي ستوري او ډایريکټر ون ډیزل سره رول لوبولی دی. تر اوسه هالیووډ ته د دیپکا ورتګ نه په خپله هغې تایید کړی او نه هم ډینیل جون کروسو په دې اړه څه ویلي دي، خو دا بېخي جوته ده چې په بالیووډ کې به د نوموړې یو نوی فلم ژر نندارې ته وړاندې شي. په دغه فلم کې دیپکا د هغې نجلۍ رول لوبولی چې پر مخ یې له تېزاب شیندلو وروسته ژغورل کیېږي. د دغه فلم نوم «چهپاک» دی او په ۲۰۲۰ کال کې به د سنېما پر مخ راښکاره شي.
0 دیدگاه