رنوير تر علاءالدين وروسته جيش بهايي شو
رنوير تر علاءالدين وروسته جيش بهايي شو
د بالیووډ ستوری رنویر سنګهـ له دا وار د «جیش بهايي جوردار» په نوم فلم کې راښکارېږي. هغه د دې فلم پوسټر پر خپله ټویټر پاڼه پوسټ کړی، ویل کېږي چې رنویر په دغه فلم کې د یو عادي کرکټر په غوندي ولوبېږي چې نوم یې جیش بهايي دی. سنګهـ د دغه رول په اړه وايي، جیش بهايي د ګجرات يو عادي سړی دی، خو کله چې له خطرناک حال سره مخ کېږي، بیا یې کرکټر له عادي حاله وځي.
رنویر سنګهـ د دې رول لپاره ځان هم ډنګر کړی چې له ورایه د ګجرات د عادي وګړي په څېر را څرګند شي. د یادولو وړ ده چې د هغه مینهوالو ته دی په ځواب کې بېلابېل کمنټونه کړي، خو په ټوله کې ځينې دې ته حیران دي چې د علاوالدین په څېر یو جلالي کس څنګه کولای شي، دغسې یو رول ولوبوي. د فلم سکریپټ دوپنګ ټهاکور لیکلی، خو د ریلیز کېدو نېټه یې لا نه ده څرګنده شوې.
0 دیدگاه