ويرات ته د انوشکا کوم فلم خوند ورکوي؟
ويرات ته د انوشکا کوم فلم خوند ورکوي؟
د بالیووډ ستورې انوشکا شرما د فلمونو په بېکچې مینهوالو کې یو ویرات کوهلي هم دی. د انوشکا خاوند او د هندوستان د کرېکټ ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي د خپلې مېرمنې د هغه فلم نوم واخیست چې تر ټولو ډېر یې خوښېږي.
نوموړی له انډیا ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه وايي چې د انوشکا «ای دل هې مشکل» فلم یې زیات خوښ دی او زیاته وخت یې په یوټيوب کې ګوري.
هغه وايي، کله چې له انوشکا سره یو ځای یم، بیا یوټیوب خلاصوم او د فلم هماغه صحنې راولم چې انوشکا پکې په سرطان اخته کېږي.
په «ای دل هې مشکل» فلم کې د انوشکا او رنبیر کپور د مرکزي رول تر څنګ ایشواریا رای بچن هم د خپل رول جوهر څرګند کړی دی.
دغه فلم په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې نندارې ته وړاندې شو او ۲۳۷ کروړه روپۍ یې وګټلې.
0 دیدگاه