له نارينهوو ګيلهمنه کترېنه
له نارينهوو ګيلهمنه کترېنه
د بالیووډ نامتو ښځینه ستورې کترینه کیف وايي، په هغو فلمونو کې چې ښځو مرکزي رول لوبولی وي، د هغو عاید د هغو فلمونو پرتله کم دی چې نرانو پکې مرکزي رول لوبولی وي. هغه په دې اړه ګیلمنه ده چې پر دغو دواړو فلمونو یو برابر لګښت نه کېږي.
نوموړې داسې مهال دا نیوکه مطرح کوي چې تر دې وړاندې هم په بالیووډ کې د نارینه او ښځینه ستوريو تر منځ د توپیر په اړه خبرې کښته پورته شوې. د ټرسټ اف انډيا د راپور له مخې، کترینه کیف وايي چې نران فکر کوي، په کومو فلمونو کې چې دوی مرکزي رول لوبولی؛ نو عاید یې زیات دی، په دې برخه کې د نرانو او ښځو تر منځ په معاوضه کې توپير دی.
دا غوښتنه کوي چې له دې وروسته د مرکزي ښځو فلمونو باندې باید د نرانو هومره لګښت وشي او د هغوی د فلمونو عاید به هم زیات شي.
0 دیدگاه