داسې نه وي چې سينې مو سرطان وي
۱۲ قوس ۱۳۹۸ 677 0 نظر سرخط

داسې نه وي چې سينې مو سرطان وي

داسې نه وي چې سينې مو سرطان وي

 

تورپېکۍ سادات

د سينې سرطان نه زوکام دی، نه عادي تبه، بلکې دا ناروغي هر کال زرګونه افغان مېرمنې هم د مرګ کومې ته ور ټېل وهي.

که څه هم په وروستیو کې د طب په پرمختګ سره د سینې د سرطان ناروغي وژونکې نه ده او تر ډېره د درملنې وړ ګرځېدلې، خو دا په هغه صورت کې چې یوه ښځه پرې ژر پوه شي او ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

له همدې کبله ډاکټران سپارښتنه کوي چې ښځې دې هر وخت خپلې سینې پخپله وګوري او که غیر طبیعي څه ورته پکې ښکاره شي، سم لاسي دې له ډاکتر سره خبرې وشي.

په برېټانیا کې د لېموانو په وسیله یو کمپاین له زرګونو ښځو سره مرسته کړې چې ژر تر ژره د سینې د سرطان نښې په ځان کې پخپله معلومې کړي.

په دې اړه په نړۍ کې د سینې د سرطان په اړه د پوهاوي د کمپاین په لړ کې د لېمو دا عکسونه ډیر عام شول. په دې عکس کې د هګیو په یو باکس کې د لېمو دانې ايښودل شوې چې پکې د سینې له سرطان سره مشابهې بېلابېلې نښې ښوول شوې.

دا چې د سینې سرطان په افغانستان کې د سرطان یو ډېر عام ډول دی، دا ژوند ژغورونکی پیغام او عکس باید هره ښځه او ان سړی وګوري او په دې اړه پوه وي.

د لېموګانو د عکس په وسیله د دې کمپاین را منځ ته کوونکې کورین بیومونټ (Corrine Beaumont)  چې په نړۍ کې د سینې د سرطان مخکښه کمپاینره ده، وايي د لېموګانو په وسیله د دې ناروغیو د نښو ښوول تر ټولو اسانه لاره ده.

د لیموګانو دا عکس ښيي چې د سینې سرطان څنګه ښکاري، یا ښځې څنګه پرې پوهېدای شي.

 

کورین بیومونټ وروسته له هغې د سینې د سرطان د پر وخت تشخیص په اړه کمپاین پیل کړ چې خپلې دوې نیاګانې یې په همدې ناوروغۍ مړې شوې.

دې بي‌بي‌سي ته ویلي، ځینې ښځې نه غواړي د سینو په اړه خبرې وکړي یا ورته وګوري. هغه وايي ځینې ښځې په دې اړه د خبرو کول نه غواړي، ځکه خو دا غوره لاره ده چې د سینې د سرطان نښې په لېمو باندې وښوول شي.

دا کمپاین چې له ۲۰۰۳ م کال راهيسې پیل شوی اوس نړیوال دی او په ګڼو ژبو ژباړل شوی دی.

دا کمپاین د افغان مېرمنو لپاره ځکه مهم دی چې په افغانستان کې په دې اړه خبرې نه کېږي او یوازې هغه مهال ښځې ډاکټر ته مراجعه کوي کله چې خبره له خبرې تېره وي.

ځینې خلک یوازې په سینو کې پټې غوټې خطرناکې بولي، خو ګڼې نورې نښې هم شته چې خطرناکې دي او باید له ډاکټر سره پرې خبرې وشي.

په دې ټولو سربېره باید یادونه وشي چې نورې ناروغۍ هم د یوې ښځې په سینو کې دا نښې نښانې چې په دې عکس کې ښوول شوي پيدا کولای شي؛ نو د دې نښو په لیدو مه وارخطا کېږئ! کېدای شي کوم بل سبب ولري، خو له مسلکي ډاکټر سره پرې خبرې او مشوره حیاتي او ضرور ده، ځکه د سینې سرطان که په وخت تشخیص شي د درملنې وړ ناروغي ده.

زه دا پيغام ځکه تاسې ته لیکم او ژباړم چې خپله مور مې له دې ناروغي وفات شوې، نه غواړم نورې مېندې هغه درد وګالي چې زما مور وګاله .

دا د یوې ښځې، یوې مور د ژوند مساله ده، له خپلو دوستانو او خپلوانو سره یې له شریکولو ډډه مه کوئ.

 

ځنګل او د زړې بیزو کیسه

Dec 18, 2019 29

اجمل تورمان لومړۍ برخه په ځنګله کې د تبرونو غږونو بیزوګان وېرولي وو. هغوی وارخطا وو چې که انسانان د ځنګله ونې ووهي موږ به چېرې ځو؟

د کتاب خوږې خبرې

Dec 16, 2019 29

سلامونه انډيوالانو! خدای دې وکړي چې روغ به یاست او ژمني کورسونه به مو له خيره پيل کړي وي او یا به تيار ورته نيسئ، خو راځئ نن کتاب ته غوږ ونيسو چې موږ او تاسې څه خبرې کوي؛

زه څوک يم؟

Dec 08, 2019 29

سلامونه ګلاليو ماشومانو! خدای دې وکړي چې ازموينې مو په خير تېرې شوې وي، نن راځئ د اغلې فرشتې صالحي دا شعر سره ولولو، خو تر لوستلو وروسته بیا د ټولګې کتابونه هم واياست؛

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک