هوښياري
هوښياري
سلامونه يارانو!
راځئ نن په ګډه دغه کيسه سره لولو چې هوښياري څومره ګټې لري، تاسې هم هوښيار اوسئ او له بېپروا هلکانو سره مه ګرځئ، که نه ډېر تاوانونه به درته وکړي؛ نو راځئ کيسه پيل کړو؛
***
په یوه لوی ځنګله کې کوترو ژوند کاوه، په دغه ځنګله کې ښکاري هم و، دغه ښکاري به هره ورځ کوترو ته دام ښوود، کله چې به کومه کوتره جال ته ورغله هغه به یې ښکار کوله، کوترې ډېرې خواشينې وې، ځکه چې هره ورځ به له دوی يوه یوه کمېده. یوه ورځ مشرې کوترې ټولې کوترې را ټولې کړې چې له بد ښکاري يې د خلاصېدو لاره پیدا کړي. هرې کوترې به یوه خبره کوله او نورو به منله، د دوی په منځ کې یوه ډېره هوښیاره کوتره وه، هوښیارې کوترې وویل چې زه یوه خبره کوم، موږ ټولې باید په هر کار کې یو لاس شو، ځکه چې په یوازېتوب هیڅ کار نه کېږي او که ټولې یو ځای شو لوی لوی کارونه کولای
شو. ټولو کوترو د هوښیارې کوترې خبرې ومنلې او وزرونه یې یو د بل په وزرونو کېښوول، بیا ټولو یو ځای وویل؛ موږ دوښمن ته ماته ورکوو! سبا ته بیا هم ښکاري راغی، دام یې وغوړاوه، غنم یې پکې وشیندل او بیا خپله د ونې تر شا پټ شو. لږ وروسته ټولې کوترې پر جال کېناستې، ښکاري ډېر خوشاله شو او را منډه یې کړه چې دام ور ټول کړي، کله یې چې دام ته لاسونه ور وړل ټولې یو ځای والوتې او دام یې ځان سره هوا ته پورته کړ، کوترې ډېرې له ځمکې پورته شوې. ښکاري چيغې نارې وهلې، خو هوښيارې کوترې ټولو ته وويل چې دام په يوه سيند کې پرېږدي. کوترو جال يا دام په سيند کې پرېښود او د ښکاري ټوله خواري يې په اوبو يووړه. هوښيارې کوترې په باغ کې کوترو ته افرين ورکړ چې د خپل دوښمن له پاره د دې په خبره سره را ټولې شوې او ځانونه يې بېغمه کړل.
0 دیدگاه