زیاته مالګه مو سرطان کوي
زیاته مالګه مو سرطان کوي
مالګه د هر موسم د خواړو د خوند لپاره ضرور ده. همدارنګه ملګه خواړه او سبزي هم تازه ساتي، باکټریاوې نه ور رسېږي. د مالګې کارولو په ضد او نقیض مالومات ورکړل شوي، ډېر کسان يې د روغتیا پر زیان بولي، یو شمېر نور يې بیا د هغې لپاره اړین ګڼي. يوه امريکايي روغيتاپوه د ورځې د ۲.۳ ګرامه سوډیمو د استعمال توصيه کوي، سره له دې په مالګه کې ۴۰ سلنه سوډیم شته چې ۶ ګرامه کېږي، د مالګې پاتې ۶۰ سلنه برخه له کلورایډه جوړه ده.
د مالګې د خوارک په اړه وروستۍ انګېرنې دا دي چې زیاته کارونه يې د زړه د ناروغیو، د وینې د لوړ فشار او په پایله کې د معدې د سرطان لامل کېږي.
خو په دې اړه څېړونکي یوه خوله نه دي. دوی په باور لري چې مالګه هر کس ته بېل خطر لري، ځينې ډېر او ځینې يې لږ اغېزمنېږي، له مالګې سره حساسیت لرونکيو ته د هغې خوراک خورا ډېر تاوان لري.
په بدن کې د مالګې رول؛
مالګه د انسان په بدن کې خورا مهم رول لري لکه د وینې سیسټم، عضلاتي او دماغي سیسټمونو فعاليت او په وجود کې د مایعاتو انډول ساتي. څېړنې وايي که په بدن کې د مالګې اندازه کمه شي، په وینه کې د کاربن ډای اکسایډ اندازه لوړېږي چې په نتيجه کې يې وینه تېزابي کېږي. د زیاتې مالګې خوراک بیا د زړه او د وینې فشار ناروغیو سره مستقیمه اړیکه لري.
مالکه او د معدې سرطان؛
د زیاتې مالګې کارول، د وینې د لوړ فشار او وزن زياتوي.
ګڼو څېړونو داسې شواهد موندلي چې ښيي د زیاتې مالګې کارول د معدې د سرطان خطر ډېروي. د هغې ډېر خوراک په بدن کې د هیليکوبکټر پیلوري Helicobacter Pylori په نوم باکټریا را منځ ته کوي چې د معدې د سرطان اصلي لامل په ګوته شوی.
په ۲۰۱۱ کال کې یوه څېړنه چې په ۱،۰۰۰ ګډونوالو وشوه، موندلې چې د زیاتې مالګې کارونه د معدې د سرطان لوی علت دی. په یوه بله جلا څېړنه کې چې تر ۲.۵ لکو پر زیاتو ګډونوالو وشوه، ښيي هغوی چې زیاته مالګه کاروي، نسبت، نه کارونکيو ته چې لږ مالګه خوري، د معدې په سرطان يې د اخته کېدو چانس ۶۸ سلنه زیات دی.
مالګه، د وینې لوړ فشار او د زړه ناروغي؛
د مالګې لږ اندازه کارول د هغو لپاره خورا اړینه ده چې د وینې لوړ فشار لري. یو څېړنه چې پر ۳،۲۳۰ کسانو شوې ترې څرګندېږي، هغوی چې د وینې لوړ فشار لري د مالګې له کمولو سره يې د وینې فشار کمېږي. سره له دې د مالګې له کمولو سره د زړه په ناروغیو د اخته کېدو احتمال هم تر ډېره کمېږي، خو ځینې نورې څېړنې بیا وايي، مالګه او د زړه ناروغي نېغ په نېغه کومه اړیکه نه سره لري. بېله شکه، د زړه ناروغي او د مالګې زیاته کارونه کلک تړاو سره لري، خو د اغېز کچه يې له یوه کسه بل ته توپېر لري.
مالګه او وزن؛
د مالګې خوراک په ځوانانو کې د وزن د زیاتېدو لوی لامل بلل کېږي. له دې سره سره د مالګې زیاته کارونه، په ماشومانو او لویانو کې د ساهبندي/ سالنډي خطر هم پیدا کوي.
په هرو یوولسو ماشومانو کې یو يې او په هرو ۱۲ لویانو کې یو کس د مالګې د زیات استعمال له امله د ساهبندي تکلیف لري.
0 دیدگاه