ژمی ويټامينونه په دې مېوو پوره کولای شئ
ژمی ويټامينونه په دې مېوو پوره کولای شئ
د ژمي په موسم کې زياتې ناروغۍ د معدني توکيو له کمښته را پيدا کېږي، موږ کولای شو د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کړو او د دغو ناروغيو مخه ونيسو؛
ويټامين سي؛
د ژمي په پيل کې تبه، سينه بغل او انفلوانزا او نورې ناروغۍ يو ځای وي. دا په داسې حال کې چې د ويټامين سي د مصرفولو له امله د بدن دفاعي سیسټم قوي کېږي او يا دغه ناروغۍ اوږدوالي ته نه پرېږدي. ويټامين سي يو اکسيډ ضد دی چې په بدن کې د التهاب د کمېدو لامل هم کېږي. د ژمي په موسم کې کولای شو چې د خپلې اړتيا وړ ويټامين سي له ژېړ رنګو سبزيجاتو پوره کولای شو.
ويټامين ډي؛
که څه هم د وېټامين ډي کارولو د ټول کال په اوږدو کې اړتيا ده، مګر د ژمي په موسم کې دې ډول وېټامين ته ستاسې اړتيا نوره هم زياتېږي. د ژمي په اوږدو کې ښايي ځينې کسان د لمر د نه شتونله امله د عضلو او هډوکيو په درد باندې اخته شي. د پوهانو په خبره له ۷۰ کلونو ټيټ عمر لرونکي بايد هره ورځ ۶۰۰ واحده ويټامين ډي استعمال کړي او لږ تر لږه هره ورځ ۳۰ دقیقې مستقيم لمر ته کېني.
ويټامين اې؛
د دې ويټامين کارول د پوستکي د روغتيا لپاره ډېر اړين دی او د ژمي په موسم کې د پوستکي له وچوالي مخنيوی کوي. ويټامين اې په غوښته، ماهي، بادام او نورو خوړو کې پيدا کېږي.
ويټامين بې کمپلکس؛
د ويټامين ب له ډلې ټول ويټامينونه په ژمي کې په کافي اندازه استعمال کړئ. دغه ويټامينونه کاربو هايډريډ په انرژۍ بدلوي، څو د سون لپاره غوړ او پروټينونه مصرف کړي. په همدې دليل ويټامين بې کمپلکس په تېره بیا ويټامين بې ۱۲ له هغې وېرې او اضطرابه د خلاصولو سبب ګرځي چې د ژمي په موسم کې د لنډو ورځو له امله خلکو ته پيدا کېږي.
امګا ۳؛
دغه ويټامين نه دی، مګر ژمی مو په روغتيا کې مهم رول لري. امګا۳ غوړ اسيډونه د وينې د غوړيو کچه برابروي. ډېر کسان د ژمي په موسم کې د عضلو په ناروغيو اخته کېږي، دا په داسې حال کې چې د امګا۳ مصرف د عضلو د درد مخنیوی کوي.
0 دیدگاه