سپی او شرمښ
سپی او شرمښ
سلامونه انډيوالانو!
راځئ نن د سپي او شرمښ کيسه ولولو چې دوی دواړو په ځنګله کې يو بل ته څه وويل؛
***
يوه ډنګر شرمښ په ځنګله کې يو چاغ سپی وليد. پوښتنه يې ځنې وکړه چې دا دومره غټ شوی څنګه يې؟ سپي ورته وويل؛ زما مالک ماته غوښه او نور ښه ښه خوندور خوراکونه را کوي. شرمښ ورته وويل؛ زه خو دلته له لوږې مړ شوم، ما هم درسره بوځه! سپي خبره ورسره ومنله. په دې وخت کې د شرمښ پام د سپي د غاړې پټۍ ته ور واوښت. شرمښ وويل؛ دا څه شی دی؟ سپي وويل؛ په دې کې مې مالک زنځير اچوي چې بلې خواته ترې ولاړ نه شم! شرمښ وويل؛ ماته دا ښه ده چې خوار، ډنګر يم، مګر ازاد يم، نه دا چې لکه ستا غوندي غټ يم، خو د بل غلام يم!
0 دیدگاه