کبرجن کارغه
کبرجن کارغه
سلامونه يارانو!
د مني له بارانونو سره څنګه ياست! یخ خو به نه کېږي؟ راځئ نن د کبرجن کارغه په اړه دا کيسه ولولو، خو ګورئ يو ځل کيسه ولولئ او بیا د ازموينو لپاره خپل کتاب درواخلئ، ځکه په دې ورځو کې تاسې امتحانونه هم لرئ؛ نو راځئ اول کيسه را شروع کړو؛
***
يو کارغه په ځنګله کې د طاووس بڼکې پيدا کړې. په زړه کې ور تېره شوه، که دغه بڼکې په ځان پورې ولګوي؛ نو عين د طاووس په رنګ به ښکارېږي. ده چې په ځان پورې بڼکې ولګولې؛ نو مغروره به ګرځېده او له نورو کارغانو سره يې بالکل خبرې بندي کړې. ورته ويل به يې؛ «لرې شئ! تور مخونه مو ورک شه! نه ګورئ چې زه طاووس يم، ستاسې له ما سره څه کار دی.»
نور کارغان چې يې له ځانه وشړل، دی ورغی د طاووسانو په ډله کې کېناست. طاووس چې وليد، ويې پېژانده چې دی خو کارغه دی. ټول پرې راوګرځېدل، داسې يې وواهه او په مښوکو کې يې ټولې بڼکې ترې وشکولې، کارغه يې په وهلو وهلو له خپلې ډلې بېل کړ.
کارغه بله ورځ په ژړا ژړا د نورو کارغانو سيل ته ورغی، نورو کارغانو ورته وويل؛ تا خو موږ له ځانه شړولو، اوس ولې موږ ته راغلې؟
کبرجن کارغه په خپله سزا ورسېد، هم يې ملګري پردي کړل او هم طاووسانو په وهلو وهلو له ځانه لرې کړ، کارغه يوازې پاتې شو.
0 دیدگاه