په خوراکي مهالوېش کې خورما يو ځای کړئ
۲ قوس ۱۳۹۸ 2889 0 نظر سرخط

په خوراکي مهالوېش کې خورما يو ځای کړئ

په خوراکي مهالوېش کې خورما يو ځای کړئ

 

که خورما خورئ؛ نو د زیاتو درملو او لګښتونو به خوندي یاست،په دې مطلب کې د خورما د ګټو په هکله راغلې چې هره ورځ باید وخوړل شي، څو له ناروغيو خوندي پاتې شو؛

۱. خورما د اي‌بي‌سي وېټامینونو په لرلو یوه قوي او پوره غذا ده. نويو څېړنو ښوولې چې خورما د بېلابېلو سرطاني ناروغیو لکه د کولمو او معدې سرطانونو مخه نیسي.

 ۲. خورما پرېمانه اوسپنه، مس او مګنېزم لري چې خوړل یې د هډوکيو د پیاوړتيا لپاره غوره دی، هډوکي له بدو ناروغيو هم ژغوري.

 ۳. خورما په بدن کې د اوسپنې کچه لوړوي چې وينه ورسره زیاتېږي، خو د شکري ناروغان دې په خوړلو کې احتیاط وکړي.

 ۴. د امریکا په پوهنتون کې د يوې څېړنې په ترڅ کې ویل شوې چې هره ورځ سل ملي ګرامه مګنېزم کارول د فالج ګواښ ۹ سلنه را کموي او مګنېزم ماده ډېره په خورما کې شته.

 ۵. په معده کې د اسیډونو له زیاتېدلو سره د زړه درد پیدا کېږي چې د خورما خوړل په معده کې د زیاتو اسیډونو په له منځه وړلو کې خورا مهم دي.

۶.  څوک چې د زړه درد لري هره ورځ دې درې یا دوې خورماوي په جوش شویو اوبو کې واچوي او لږ وخت وروسته دې وڅښي.

۷. په خورما کې ډېره انرژي موجوده ده او هغه ښځې چې د وینې بهېدو ناروغې لري او هر وخت د کمزوري احساس کوي، د خورما خوړل دې نه پرېږدي.

۸. ستړي کارګر خلک باید تل د سهار له ناشتې سره خورما وخوري.

۹. که څوک جنسي کمزوري لري، خورما دې په ګرمو شېدو کې جوش کړي او بیا دې نوشیجان کړي.

۱۰. د کومې ښځې چې شېدې لږ وي او بچی يې پرې نه مړېږي، خورما دې له شیدو سره یو ځای ډېره ډېره وخوري.

 ۱۱. د زړه د ناروغیو په مخنيوي کې خورما ځانګړې ګټې لري او بیا د «عجوه» په نوم خورما چې یوازې په مدینه منوره کې کېږي ډېره اغېزمنه ده.

۱۲. زیات فاسفورس لري چې دغه ماده مغزو ته ډېره ګټوره ده، له دې امله د دې مېوې خوړل هغو کسانو ته ډېر توصیه کېږي چې ‌ذهني فعالیتونه کوي.

 ۱۳. د زړو او ماشومانو لپاره هم ډېره ګټوره ده. هڅه وکړئ چې د بورې پر ځای له خورما سره چای وڅښئ.

 ۱۴. خورما د بدن په مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لري او اضافي وزن لرې کوي.

۱۵.  که مو لاسونه رېږدي خورما وخورئ همدارنګه د کولمو د مختلفو ناروغیو او اسهال مخه نیسي، عصبي سیسټم پیاوړی کوي، د جنسي قوت په زیاتولو کې ډېره زیاته مرسته کوي، د زړه د حملې خطر کموي او د سترګو ديد برابر ساتي.

یادونه؛

که څه هم خورما ډېر غښتلي خواړه دي خو پوستکی یې چسپناک دی او ډېر ژر خاوري ځان ته جذبوي؛ نو په کار ده چې د خورما په انتخاب کې له دقته کار واخيستل شي، غوره دا ده چې کارټني خورما وخوړل شي.

 

زیاته مالګه مو سرطان کوي

Nov 27, 2019 29

مالګه د هر موسم د خواړو د خوند لپاره ضرور ده. همدارنګه ملګه خواړه او سبزي هم تازه ساتي،‎ باکټریاوې نه ور رسېږي. د مالګې کارولو په ضد او نقیض مالومات ورکړل شوي، ډېر کسان يې د [...]

ژمی ويټامينونه په دې مېوو پوره کولای شئ

Nov 25, 2019 29

د ژمي په موسم کې زياتې ناروغۍ د معدني توکيو له کمښته را پيدا کېږي، موږ کولای شو د لاندې ويټامينونو له لارې د بدن اوبه پوره کړو او د دغو ناروغيو مخه ونيسو؛

داسې نه وي چې سينې مو سرطان وي

Nov 13, 2019 29

تورپېکۍ سادات د سينې سرطان نه زوکام دی، نه عادي تبه، بلکې دا ناروغي هر کال زرګونه افغان مېرمنې هم د مرګ کومې ته ور ټېل وهي.

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک