پاک غاښونه
پاک غاښونه
سلامونه يارانو!
څه حال دی، غاښونه خو مو درد نه کوي؟ نن راځئ د پاکو غاښونو په هکله دغه شعر سره ولولو، خو پام کوئ له دې وروسته مو غاښونه تل پاک ساتئ؛
***
زما غاښونه ښکلي دي
سپينې ملغلرې دي
پاک پاک يې ساتمه زه
کلک شیان نه په خورمه زه
هر سهار او ماښام
ښه يې بورسومه زه
د صحت او د روغتيا
هم د ټولو هم زما
پاک غاښونه زما ښکلا
0 دیدگاه