زمری او موږک
زمری او موږک
یوه ورځ د ځنګل باچا زمری ویده وو، یوه کوچینی موږک د زمري شاوخوا کښته پورته کېده منډې يې وهلې، زمری ژر را ویښ شو، په خپله لویه خپړه يې موږک را ونیو غټه ژامه یې پرانسته چې موږک وخوري او يوه ګوله يې کړي. موږک په ژړا وویل؛ «زمری باچا دا ځل مې وبښه بیا داسي نه کوم اوس ستا دغه احسان به هیڅکله هېر نه کړم، کېدای شي یوه ورځ زه ستا لپاره کار وکړم!» زمري چې د موږک دا خبره واورېده چې یوه ورځ به زما لپاره کار وکړي؛ نو رحم یې پر وکړ خپړه یې ترې لرې کړه او موږک یې خوشی کړ.
څه موده وروسته ښکاریان ځنګل ته ولاړل او زمری یې ونیو، په يوه غټه و نه پورې یې ټینګ وتاړه وروسته ښکاريان په موټر پسې لاړل چې زمری باغ وحش «ژوبڼ» ته یوسي. په دې وخت کې هغه کوچينی موږک له دې ځایه تېرېده چې ګوري زمری تړلی او غمجن ښکارېږي. موږک په بېړه د هغه خواته ورغی او هغه رسۍ یه په خپلو نريو تېره غاښونو پرې کړه او د ځنګل باچا یې خلاص کړ.
موږک وویل! ایا ما سم نه وو ویلي؟ نن ډېر خوشاله يم چې د ځنګل د باچا مرسته مې وکړه! په دې کار زمری سخت خوشاله شو او موږک ته يې وويل؛ له دې وروسته به پر تا هيڅ کوم د ځنګل حيوان کار نه لري، سرې سترګې ګرځه!
0 دیدگاه