کارغه او ګیدړه
کارغه او ګیدړه
سلامونه هیله ده انډیولان به مو ښه وي!
رښتيا نن یوه پوښتنه درنه کوم، تاسې یا ملګري خو به مو د کارغه په څېر عادتونه نه لرئ؟ که یې لرئ لرې یې کړئ، پوهېږئ کارغه کوم بد عادتونه لرل؟ زه هم نه پوهېږم، بس نو راځئ دغه نکل به یې یو وار سره ولولو؛
***
وه نه وه د یوه کارغه او ګیدړې ټينګه انډيوالي وه، یوه ورځ ګیدړې کارغه ته وویل ژمی را نږدې دی راځه ته ځان ته ځاله جوړه کړه زه به یوه وړه خونه جوړه کړم، کارغه هم ورسره خوښه کړه.
بیا دواړه وګرځېدل او داسې ځای یې پیدا کړ چې یوه ونه پکې ولاړه وه او تر لاندې یې یوه ډبرینه خونه وه، لږ وخت چې ووت ګیدړې ځان ته ډبرینه خونه را پاکه کړه او کارغه په ونه کې ډېره ښکلې ځاله جوړه کړه.
یوه ورځ کارغه فکر وکړ چې ښه د ګیدړې تر کور لوړ کور مې دی، هرې خوا ته چې ځم خپل وزرونه مې دي، ساعت مې تېر دی، ځان ته ډوډۍ پیدا کولای شم نور نو د ګیدړې ملګرتیا ته ضرورت نه لرم.
د خدای کارونه دي په هم دې ورځ د ګیدړې کره مېلمانه راغلل، ګيدړې ټوله ډوډۍ تیاره کړه، خو په کور کې یې مالګه نه وه، د کارغه ځالې ته ورغله چې مېلمانه مې دي لږ مالګه راکړه، کارغه ورته وویل ځه ځه! چې مېلمانه دې دي زما یې څه؟ ځه مالګه نهشته! ګیدړې ډېرې زارۍ ورته وکړې، خو کارغه یې په کیسه کې هم نه شو او اخير ناهیلې ترې ولاړه.
د خدای شپې ورځې وتې ژمی راغی، بارانونه او واورو پیل وکړ یوه ورځ چې ډېره واوره ورېدلې وه د کارغه ځاله کته راولوېده او کارغه له ډېره یخه نږدې و چې مړ شي، په واروره کې لار ترې ورکه وه ناڅاپه د ګیدړې کور ور یاد شو په منډه ورغی دروازه یې ور وټکوله.
ګیدړې ښه خواړه پاخه کړې وو او کور یې هم ګرم و کله چې یې کارغه ته دروازه ورخلاصه کړه ډېره پرې خپه شوه بیا هم هغه تېر وخت ور په یاد شو او ورته ویې ویل؛
«کارغه ګورئ
کارغه په تبۍ تور ګورئ
د مالګې یې پېغور ګورئ
راځه راځه کارغه.»
کارغه ورغی او کیدړې یې ښه قدر وکړ، خواړه یې ورته را واخیستل او کله چې لمر ښکاره شو بېرته یې ځاله ورسره جوړه کړه او کارغه ته هم مالومه شوه چې که زموږ هر څه پوره وي بیا هم ښو ملګرو ته ضرورت لرو.
اوس خو د کارغه په بد عادت وپوهېدئ؛ نو که تاسې هم داسې عادت لرئ اوس به پوهېدلي یاست چې ښه نه دی.
0 دیدگاه