سوربخنه کورتۍ
سوربخنه کورتۍ
ګرم ګرم سلامونه دې په نېک ساعت کې در ورسېږي.
څنګه ياست له يخ سره؟
راځئ نن د يوه ماشوم کيسه درته وکړو.
***
محمد موسی يو ماشوم و چې شنې سترګې يې لرلې.
يوه ورځ يې له خور سره د دروازې تر مخ لوبې کولې، خور ته يې وويل؛
راځه چيندروکی وکړو!
خور يې ورته ويل چې لومړی بايد دواړه په ډېران يوه هواره ډبره پيدا کړو او بيا لوبه پيل کړو.
د محمد موسی خور سېلۍ نومېده، د يخ په خاطر يې ګرم کوټ اغوستی و. سېلۍ ورور ته وويل؛
يخ دې نه کېږي؟
محمد موسی ورته وويل؛ ځه ځه، زه د يخ په کیسه کې نه يم، هغه ده ډېره ښه هواره ډبره پرته ده... له دې خبرې سره يې د ډبرې خوا ته منډې کړې، خو ناڅاپه يې تر مخ شنه رڼا پورته شوه.
محمد موسی چيغه کړه، خور يې وراخطا تر څنګ ودرېده. په ځمکه يوه شنه هينداره پرته وه، دا جادويي هينداره وه.
سېلۍ هينداره ور پورته کړه، هغې وليدل چې يخ له دوی سره خبرې پکې کوي. سېلۍ او محمد موسی هينداره مخونو ته ونيوه او يخ په خبرو پيل وکړ؛
سلام ماشومانو!
زما عادت دی چې هغه څوک بې وهلو نه پرېږدم چې ګرمې جامې نه اغوندي، ځکه څوک چې ګرمې جامې نه اغوندي، معنا يې دا ده چې په ما کې چورت نه وهي. ما ته غوسه راځي...
له دې سره هينداره والوته او ورکه شوه، يخ زيات شو او خاورې يې هم يوې بلې خوا ته وشيندلې.
سېلۍ منډه کړه، محمد موسی ډارېدلی و، يو څه وخت پر ځای ولاړ و، خو يو دم يې د کور د دروازې پر خوا منډه واخيسته.
دی لا نه و رسېدلی چې سېلۍ له کوره راووتله او د ده سوربخن جاکټ يې په بغل کې نيولی و.
محمد موسی د يخ له خبرو ډارېدلې څېره نيولې وه، خو جاکټ يې ډېر په تېزي واغوست.
نيم ساعت ووت، دوی په لوبو اخته وو چې شنه هينداره بيا راغله او د دوی تر مخ وغورځېده، لومړی يې پښا شوه او بيا يو لوی خو پوست غږ ځنې را پورته شو؛
ـ ښه لوبه وکړئ، زه بلې کوڅې ته ځم او داسې ماشوم پيدا کوم چې نرۍ جامې يې اغوستې وي.
دوی دواړو کتل چې شنه هينداره د دوی تر کور واوښته او بيا تر دېوال پټه شوه.
0 دیدگاه