درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده
درې ورځې وروسته په اسمان کې يوه ننداره ده
را روانه مېلادي میاشت به د ستورو یوه بله زړه راښکوونکې ننداره څرګنده شي چې په دې کې به عطارد سیاره «مرکزي» د لمر له مخه تېره شي او دې ته د «عطارد تېرېدل» هم وايي.
دا ننداره به داسې وي چې موږ به د لمر سترګې پر مخ لکه د کوچيني تور خال په څېر یو څه ښکاره شي او خال ته ورته ټکی همدا عطارد سیاره ده چې د لمر له مخه تېرېږي.
دا ننداره په ۱۳ کالونو کېیو ځل وي چې تېر ځل د ۲۰۱۲ مېلادي کال په جون میاشت کې وه، سږ کال به هم روانه مېلادي میاشت څرګنده شي او بله نندره به یې په ۲۰۳۲ کال کې وي.
په لمریز نظام کې دوې داسې سیارې دي چې د لمر له مخه تېرېږي چې په دې کې یوه خپله عطارد او بله زهره ده چې په نړۍ کې یې نندارې ته خلک ځانګړي مراسم برابروي او له ليدو یې خوند اخلي.
د امریکا فضايي څېړنو ادارې یا ناسا ویلي، هغه کسان چې د دې نندارې لېوالتیا لريو باید له ځانګړو عینکو او لروینونو ګټه پورته کړي، خو که څوک دا اسانتیاوې نه لري کولای شي، په کور کې له کاره لوېدلیو دوو یا درې اېکسرې ګټه پورته کړي، ځکه په وینا یې لمر ته مخامخ کتل سترګو ته سخت زیان رسوي.
دا ننداره ښايي د روانې نومبر میاشتې په ۱۱ نېټه د امریکا، جنوبي امریکا، افریقا او اروپاي تر څنګ د نړۍ په نورو هېوادونو کې ولېدل شي چې څو ساعته به دوام وکړي، خو ستورپوهانو بیا ټولو ته سپارښتنه کړې چې لمر د کتلو پر مهال دې پوتنیو ټکو ته پام وکړي.
0 دیدگاه