تر ټولو کوچينی بلکهول
تر ټولو کوچينی بلکهول
څو میاشتې مخکې به مو د تور غار د انځور په اړه اورېدلي وي چې ساینسپوهانو په لومړي ځل اخیستی و، خو دوی دا ځل بل ښه خبر هم لري.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ځل ساینسپوهانو تر ټولو کوچينی تور غار موندلی دی چې قطر یې ۲۰ کیلومټره دی چې د یوې غټې سيارې شاوخوا څرخي، خو دا سیاره خپل ځان ته نه ور پرېږدي چې پکې ننوزي.
د ساینسپوهانو په باور، دا تور غار په ۸۳ ورځو کې یو ځل خپل چورلښت بشپړوي او زموږ له ځمکې ۱۰ زره لمریزه کاله لرې واټن کې پروت دی.
دا حيرانونکی بلکهول د اوهایو دولتي پوهنتون پروفیسر ټوډټامپسن او د هغه ساینسپوهانو ملګرو موندلی دی چې تر دې مهاله یې له هيڅ ستوري ګاز او مادې نه دې کش کړې.
د دې بلکهول اندازه زموږ له لمره یوازې درې ګېنا زیاته ده، خو بیا هم تر ټولو کوچينی بلل کېږي، خو ساینسپوهان وايي، د دې تور غار په اړه به نورې څېړنې هم وکړي.
0 دیدگاه