راځئ وخاندو
راځئ وخاندو
سلامونه يارانو!
نن غواړو څو داسې ټوکي درته وليکو چې ښه په کړس کړس ورته وخاندئ،
زه چې کله ماشوم وم!
پلار مې وويل؛ موټر ته له سپرېدو سره سم، په خپلو جېبنونو کلک لاس نیسه!
ما ورته ويل؛ پلار جانه! ته خو هيڅ وخت هم پيسې نه لرې!
پلار مې وويل؛ خير دی، ما هسې خبر کړې.
کيشپ
خبرياست چې کیشپ درې مياشتې وروسته چېرته ځي؟
هو خبر يو! څلورمې مياشتې ته ځي.
غویی
ناروغ وويل؛ ډاکټر صاحب! زه تل فکر کوم غویی شوی یم!
ډاکټر ورته وويل؛ له څه وخته دا احساس درسره پيدا شوی دی؟
ناروغ وويل؛ کله چې سخوندر وم.
0 دیدگاه