د انسان د بدن جوړښت
۲۴ ثور ۱۳۹۷ 2206 0 نظر انگک بنگک

د انسان د بدن جوړښت

سلام يارانو خوښ اوسوکاله اوسئ!

د خپل بدن د جوړښت په اړه څومره مالومات لرئ؟ نن د انسان د بدن د جوړښت په اړه مالومات درکوو، خو ځينې جالب او هېښنده ټکي مو هم پکې را اخيستي دي، هيله ده ويې لولئ، خو که تاسې ته هم داسې مالومات ياد وي، له موږ سره يې هرو مرو شريک کړئ.

بدن د یوه ژوندي موجود د غړيو ټولګې ته ويل کېږي. یا په بل عبارت د انسانانو، حیواناتو او یا نباتاتو فزیکي جوړښت ته بدن یا جسم ویل کېږي.

کله چې انسان بلوغ ته ورسیږي، نو جسم تقریباً د ۱۰۰ ټریلیونه ژونکو يا باکټرياوو لرونکی وي. دغه ژونکي په بیولوژیکي ډول تنظمېږي او ټول جسم جوړوي. په منځني ډول د یوه نارمل نارینه جګوالی په پرمختليو هېوادونو کې له يو اعشاريه اووه تر يو اعشاريه اته مټره او د یوې نارملې مېرمنې جګوالی تقریباً له يو اعشاريه شپږ تر يو اعشاريه اووه مټره پورې لوړ وي.

خو د انسان د وجود په اړه ځينې جالب او حيرانوونکي مالومات هم دا دي:

د انسان د پرنجي سرعت په يوه ساعت کې ۱۵۰ کيلومټره دی.

نارمل يانې روغ کس د شپې له خوا په يو ځل ۳۰۰ ستوري ليدلای شي.

د انسان زړه په يو کال کې اوه ديرش ميليونه اته سوه او درې څلوېښت زره او دوه سوه (۳۷۸۴۳۲۰۰) ځله درزا کوي، غورځي.

د انسان وېښتان د مياشتې يو انچ اوږدېږي.

په شپږ کلنۍ کې د انسان دايمي غاښونه را پورته کېږي.

د انسان په بدن کې د وينې سرعت په يوه ساعت کې ۷۵ ميله دی.

د انسان په بدن کې شپږ پونډه وينه ده.

راځئ وخاندو

Oct 26, 2019 29

سلامونه يارانو! نن غواړو څو داسې ټوکي درته وليکو چې ښه په کړس کړس ورته وخاندئ،

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک