په کوروالي د عطرو او اسپريانو منفي اغېز
په کوروالي د عطرو او اسپريانو منفي اغېز
که څه هم د انسانانو جنسي ميل او ګرايشونه په دې هکله مختلف دي، خو تر ډېره تجربې ثابتوي چې پنځم حس يانې د شامې «بويولو» حس هم په کوروالي او ګډ ژوند کې خورا مهم او ښه تاثیر لرلای شي.
زیات کسان چې نه غواړي په دې هکله وغږېږي، خو دغه بېځایه شرم يې دې ته ورسېږي چې جنسي ميل يې کم او يا يې د کوروالي اندازه بېخې را ټيټه شي، الله «ج» په هر څه زیات حکمتونه او ګټې ايښې دي، خو په دې شرط چې يوازې يې ټولې هغه د مثبت ژوند په چوکاټ کې داخلي او عمل پرې وشي.
عطري بوی؛
عطري بوی په فردي او ټولنیز لحاظ مهم دی او د دې څرګندوی دی چې د يو کس نظافت ترې مالومېږي، خو که هغه عطر زیات قېمتي او ښه وي ډېر مهم او د نورو د پام وړ ګرځو، مګر داسې عطر هم شته چې له بویه يې نور هم په عذاب شي او په خپله يې هم د شامې حس خراب يا بند شي، د سر درد، د سترګو سوروالی، د نزلې اوبه تر بوزه بهېدل، د پوزې بندېدل ټول ترې پېښېږي.
اسپري؛
د دې کارونه هم د عطرو په څېر ده، خو ځينې اسپرېګانې د کوروالي پر مهال زیات کسان استعمالوي چې نه يوازې ډېره بېحسي را منځ ته کوي، بلکې نورې جانبي ستونزې هم ورسره تړلې دي چې د وخت په تېرېدو يې جنسي ميل کم او د تناسلې الې رګونه يې پړسېږي. زیات نارينه غواړي د خپلې جنسي کمزوري په وجه ځينې درمل استعمال کړي او هم يې کوروالی اوږد شي، خو د دې درملو زور هغومره نه وي، څومره چې بېحسي پکې را منځ ته شوې وي او په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ کېږي.
هغه کسان چې په کوروالي کې عطر، اسپرې او نور د خوږو بویونو درمل کاروي؛ نو يوازې په جنسي اړيکه «کوروالي» کې له دخول او خروجه خوند اخیستلای شي، مګر هاغه اړيکه يې د مقابل لورې او په خپله هم کمېږي چې هغه په تحريک، ښکلولو، جسمي او روانې لحاظ پارېدلو کې رول لري. عطر که هر څومره ښه شي، خو بیا هم مصنوعي دي چې د ځينو موادو د اختلاط له امله په انسان بد اغېز لرلای شي.
په کوروالي کې د عطرو ستونزې؛
هغه کسان چې دايماً په ټولنیز ژوند کې له عطرو سره عادت شوي وي او نه غواړي په خپله هم عطر پرېږدي او له بل کس څخه يې هم دا هيله وي چې عطر يې کارولي وي، خو په کوروالي کې دا شی، همدا ستونزې پيدا کوي، لکه؛ تر پوزه نرۍ اوبه را تلل، د پوزې بندېدل، نيمسېری پيدا کېدل هغه چې موږ وايو «نيم سر او سترګه مې درد کوي» زکام، ځينې وخت د اضطراب او ناارامې، بېمیلي سبب هم ګرځي.
نو په پای کې دا اړينه ده چې خپلې خبرې د اصلي موضوع په لور را وڅرخوو.
نرمه خوله؛
د خولې کېدلو حالتونه که څه هم يوازې د ګرمې په موسم او مکانونو پورې تړلي دي، خو هر څوک چې غواړي کوروالی وکړي، هرومرو دي داسې ځای انتخاب کړي چې ليږه اندازه يې اندامونه ګرم او نرم شي. د خولو بوی په ټولنیز لحاظ د بېنظافتي او شرم سبب ګرځي او يو د بل کرکه را منځ ته کوي، خو په کوروالي کې د دوو مختلفو جنسونو ښځې او مېړه نرمه خوله نه يوازې د بویولو حس ښه کوي، بلکې د جنسي ميل د زیاتېدو سبب هم ګرځي.
همدارنګه د دواړو اضطراب او پرېشانې هم په ارامې بدلوي. تر ډېره که څوک غواړي جنسي اړيکه يې له درملو بغير په طبېعي ډول اوږده او خوندوره شي، دا نه يوازې لیدل، ښکلول يا لمسول، د ناز خبرې کول پکې شامل دي، بلکې ټول هغه حسونه چې په انسان کې موجود دي بايد د کوروالي پر مهال هر یو ځان ځانته فعال او هر یو پر خپل ځای وپارېږي، نه داسې چې هغه په ځينو درملو له خنډ سره يو پکې مخ شي.
د ښځې بدن د نارينه لپاره او د نارينه بدن د ښځې لپاره طبعاً جذاب او پارونکی وي، خو هغه کسان چې غواړي، دا طبېعي اړيکه ښه وساتي او له ګډ ژونده په تېره بیا کوروالي پوره خوند واخلي؛ نو هغه يوازې، د ناز په خبرو، لمس کولو «ښکلولو» او کتلو پورې نه دي محدود، بايد هغه حس چې دا هر څه پسې تړلي او ژوندي يې ساتي هغه د بدن خپل طبېعي بوی دی چې زیات وخت د کوروالي پر مهال تر دخول وړاندې هر اندام د دې تر څنګ چې لمس «ښکل» شي بايد د شامې «بويولو» حس هم پوره ونډه پکې واخلي.
د مقابل لورې ښځې/مېړه د بدن له ښکلولو سېوا له بويولو هم پوره خوند واخلي. دا حس له ښکلولو سره هم مشترک دی چې له لمس سره لنډه اړيکه لري، نو ځکه د يو بل په پارېدلو او د کوروالي د اوږدولو سبب ګرځي.
0 دیدگاه