د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي
د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړېږي
له سرطان سره د مبارزې بنسټ وايي، په پام کې لري چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز جوړ کړي.
د دغه بنسټ یوه لوړپوړي پلاوي چې مشري یې د کډوالو چارو وزارت مرستیالې ډاکټرې عالمې عالمي کوله، په همدې اړه د مالیې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل.
له یاد بنسټ نه په خپرو شویو مالوماتو کې زیاته شوې، په یاده ناسته کې د بنسټ غړیو د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو وړاندیز وکړ چې یاد وزارت هم دد بنسټ له جوړولو هراړخیز ملاتړ اعلان کړ.
دواړو لوریو دغه راز پرېکړه وکړه چې د ملي او نړیوالو متخصصانو له څېړنو وروسته به په ختیځ او شمال زون کې د یاد مرکز د رغونې چارې پیل شي.
0 دیدگاه