زياتي ډاکټرانو ته اړتيا نهشته
زياتي ډاکټرانو ته اړتيا نهشته
تاسې به له سرخطه د روبوټانو د الوتلو، د درنو بارونو وړلو، په کور کې د ماشومانو د روزنې او نورو بېلابېلو چارو په اړه اورېدلې وي، خو نن درته داسې روبوټ درپېژنو چې درملنې لپاره معاینه کوي.
چین تازه داسې روبوټان جوړ کړي چې په ښوونځیو کې د ماشومانو طبي معاینه کوي. دا روبوټان دومره ځیرک دی چې په یوازې په درې ثانیو کې د ماشومانو سترګې، ژبه، مخ، لاس او پښو معاینه کوي.
چینایانو دې روبوټ ته واک لیک نوم ورکړی دی چې له دوه کلن ماشوم/ماشومې نیولې تر شپږ کلن ماشوم/ماشومې پورې په دومره لږه موده کې د دوی د ممکنه ناروغیو په اړه طبي معاینه کوي.
د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، دا روبوټ هره ورځ په یوه ځانګړې خونه کې تر ۲۰۰۰ پورې د ښوونځیو زدهکوونکی معاینه کوي.
دا روبوټ د ماشومانو په سترګو کې د سرخي مالومولو تر څنګ د تهرمامېټر په مرسته د دوی د بدن تبه او نورې بېلابېلې ناروغۍ په ګوته کوي او یوې بلې انساني نرسې په همدې اړه خبر ورکوي.
د میساچوسیټس پوهنتون پروفیسر کیرن پینیټا وايي، دا روبوټ ډېر زیات ګټور دی، په تېره بیا په هغه سیمو کې چې د ماهره ډاکټرانو لاسرسی ډېر کم ليدل کېږي.
د دې روبوټ بله ځانګړنه دا ده چې پکې داسې سافټویر لګول شوی چې په انلان بڼه د یوه ناروغ په اړه د معاینې پایله نورو ډاکټرانو ته رسوي.
د دې روبوټ بینه شاوخوا ۵ سوه زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
0 دیدگاه