د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ
د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ
ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په حيث را وړاندې کړل. دغه دوه بهرنیان احمد اسحاق احسن او الوینا به د ټاکنو کمېسیون په ټولو پریکړو کې د نظر او مشورې ورکولو واک ولري، خو په هیڅ موضوع کې د رایې ورکولو حق نه لري.
داسې ښکاري چې د دغو نړیوالو استازو شتون د کمېسیون پرېکړو ته نړیوال مشروعیت برابرول او د افغانستان د احتمالي ټاکنیز کړکېچ د لمبو سړول او مخنیوی دی. دا کار د راتلونکو ټاکنو اهمیت ته د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د پام ډېرېدل ښيي چې د ځینو په باور د دغو نړیوالو استازو د نه شتون له کبله په ۲۰۰۹ او بیا په ۲۰۱۴ کې د ټاکنو کیسه د ناورین تر پولې ورسېده او پر ټاکنو یې د خلکو باور ته دروند زیان ورساوو.
له دغو بهرنیو کمېشنرانو سره جوخت د ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان دننه او بهر نړیوالو ادارو د ټاکنو د کمېسیون له هغې پرېکړې همغږي هرکلی وکړ چې د راتلونکې تلې یا مېزان په شپږمه به یوازې د ولسمشري ټاکنې کوي.
د امریکا په ګډون ملګرو ملتونو او ځینو نورو نړیوالو ادارو د ټاکنو د کمېسیون چارواکيو ته لا تر مخه مشوره ورکړې وه چې د ولسمشري ټاکنې د افغانانو په شمول نړیوالو ته فوقالعاده اهمیت لري او که یې له ولایتي شورا جلا کړي؛ نو روڼتیا به یې ډېره، ټاکنې به ښې او پر اړوندو ادارو به د کار له اړخه فشار کم شي. د ټاکنو کمېسیون د نړیوالو نظر او مشورو ته د درناوي په پار بالاخره ومنله چې خپل ټول پام به یوازې د ولسمشري پر ټاکنو ور ټولوي چې څه کم څلور میاشتې وخت ورته پاته دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې ننګونې را برسېره کېږي.
نړیوال تر اوسه هم شکمن دي چې افغان حکومت او د ټاکنو کمېسیون به په دومره کمه موده کې وتوانېږي چې د مناسبو ټاکنو د کېدو لپاره ټول اړین امکانات برابر کړي، چې د ټاکنو د بایوميټریکې کېدا چاره هم پکې شامله ده، خو د اوس لپاره افغان دولت کمېسیون، نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه په یوه بېړۍ کې ګډ سفر پیل کړی او هڅه یې دا ده چې دغه ماته بېړۍ په دغه څپڅپانده سمندر او توره تیاره کې ساحل ته ورسوي. په داسې حال کې چې د تېرو شپږو ټاکنو پرتله راتلونکې هغه له ننګونو ډکې بلل کېږي، ورسره جوخت د دغه ماموریت د ښکېلو اړخونو تر منځ همغږې په زیاتېدو او ټینګېدو برېښي.
د افغانستان نړیوال ملګري وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو په تړاو ډېر ځیرک او هوښیار ګامونه پورته کړي دي. د لومړي ګام په توګه د ټاکنیزو کمېسیونونو د کمېشنرانو په ټاکنه کې د خپلو نورو ۱۷ سیالانو ور ګډول او له دې اړخه پر خپل حکومت د هرې ډول احتمالي نیوکو مخنیوي ته یې زمینه برابره کړه.
په دویم ګام کې یې د سولې د هڅو په خوا کې د ټاکنو لپاره د حکومت له خوا پر خپل وخت د بودیجې د ورکړې اعلان وکړ چې ډېر نړیوال یې هک پک کړل. په درېیم ګام کې یې د نړیوالې همغږي او رضایت ترلاسه کولو په موخه د ټاکنو په کمېسیون کې د بهرنیو کمېشنرانو ور دننه کول چې د ډېرو په اند به د راتلونکو ټاکنو ډېرې تاویلې ما ویلې ورسره کمه شي. په لومړۍ پرېکړه یې د ولسمشري کاندیدان خوشال کړل، په دویم یې افغانان او په درېیم یې ټوله نړیواله ټولنه ور خپله کړه.
داسې ښکاري چې د ټاکنو سورۍ بېړۍ ته له هرې خوا پتری ورکول کېږي او ټول غواړي چې د دوی په کپټانۍ کې دغه کښتۍ په راتلونکيو څلورو میاشتو کې هغه ساحل ته ورسېږي چې نړیوال او افغانان ورته په تمه دي، خو دا ماموریت دومره اسانه هم نه دی چې ځینې یې فکر کوي.
یو باور دا دی چې افغانستان په خپل اتلس کلن ډیموکراټیک بهیر څو هڅو سره و نه توانېد چې په یوازې سر د ټاکنو په څېر ملي بهیر سم کړي او لا هم له نړیوالو پرته د دغې چارې کېدل ورته لویه ننګونه ده. ځینې نور وايي چې نړیواله ټولنه هم له خپل پراخ شتونه پرته په افغانستان کې د ټاکنو کېدو ته ډېره لېواله نه ده او هڅه یې دا وه چې له ۲۰۰۸ را وروسته له دغه بهیر څنډې ته شوی وضعیت په فعال حضور واړوي چې هماغسې وشول.
د نړیوالې ټولنې موخه دا ده چې د دوی په مرسته کېدونکو ټاکنو کې باید د دوی خبره او مشوره ومنل شي، خو ځینې یې لکه امریکا د سیاسي نفوذ په لټه کې دی چې د پخواني ولسمشر د پخوانیو څرګندونو پر اساس یو شمېر هېوادونه د افغانستان په هر سیاسي بهیر کې د خپلې خوښې کسانو د راوستلو په لټه کې دي.
خو په لویه کې د افغانستان روان وضعیت ته په کتو سره د اوس لپاره د بهرنیانو له حضوره افغانان په اسانه پر ټاکنو نه سره جوړېږي او د ټاکنو په کمېسیون کې د ۲ بهرنیو کمېشنرانو شتون د کړکېچ د مخنیوي لپاره اړین ګڼل کېږي.
0 دیدگاه