د ارګ لپاره ناسمه سیالي پیل شوې
۱۲ جوزا ۱۳۹۸ 2607 0 نظر سرخط

د ارګ لپاره ناسمه سیالي پیل شوې

د ارګ لپاره ناسمه سیالي پیل شوې

په افغانستان کې سیاسي لوبې یوه نوي شرمونکي پړاو ته ور دننه شوې چې پکې سیاستوال د خپل سیال د را غورځولو لپاره پر ننګ او عزت پښه ور واړوله او داسې مسالو ته یې لاس ور اوږد کړ چې د افغانانو ویاړ بلل کېده. سره له دې چې د سیاست په ډګر کې لوبغاړي په ګرده نړۍ کې خطرناکو ټپونو ته ګوتې ور وړي، خو په افغانه ټولنه کې تل ناموس، کورنۍ او مېرمنې له هر ډول سیاسي ناندریو لرې ساتل شوې او هڅه نه ده شوې چې سیاستوال دې د خپل سیال د را پرځولو لپاره د چا د عزت، کورنۍ او جنسي مسالو په څېر حساسو موضوعاتو ته اشاره کړې وي.

خو په لومړي ځل دا شرمونکې سیالي هم په افغانستان کې سیاستوالو پیل کړه او په لومړي سر کې یې د دې تاریخي ملت د عزمت کور په نښه او د ارګ له څلي یې پیل وکړ. ارګ د افغانانو د برم او عزت مرکز دی چې د وژنو په ګډون خونړۍ نادودې پکې تجربه شوې، خو د افغان ناموس پکې د سپکاوي خبر کله هم نه دی ورکول شوی. ان د حبیب الله سقاوي له خوا د وخت د انګرېزانو په مټ پر ارګ د واکمني پر مهال د وخت د شاهي کورنۍ له ښځو سره د شوي دروند چلند کیسې د افغانستان د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوې چې د دې دروند ملت د باعزته کلتور یوه داسې بډایه برخه بلل کېږي چې د نړۍ په کچه یې په کمو هېوادونو کې ساری لیدل شوی دی.

 تر هغه مخکې په شاهي کورنۍ کې نارینه‌وو د تخت د ترلاسه کولو لپاره د یوه او بل ګڼې ککرۍ تر خاورې لاندې او ان د یوه او بل سترګې یې وایستلې، خو د یوه او بل د ناموس درناوی په پټو سترګو شوی دی. تر سقاوي واکمني را وروسته د شاهي نظام تر پای او د کمونيسټانو په واکمني کې واکمنو او مخالفانو یې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو ناموس ته د سپکاوي هڅه نه وه کړې.

خو داسې ښکاري چې د نورو برخو په څېر جنګ د افغانستان سیاسي فرهنګ ته هم دروند زیان رسولی او سیاستوالو او د هغوی پلویانو هغه پولې ماتې کړې چې یو مهال زموږ د عزت نښه بلل کېده. داسې ښکاري چې د یوه منظم پلان پر اساس د یوې مشخصې کړۍ له خوا د ارګ د لړزولو پر ضد خورا سیسټماټیک پلان را مخې ته شوی او حکومت یې له داسې خوږ ګوتې نیولی چې له یوې خوا د افغانانو د عزت د کور سپکاوی بلل کېږي او له بل پلوه د افغان ښځو د پرمختګ پر بهیر دروند ګذار ګڼل کېږي.

 په  افغان دولت کې د ښځو د ګمارنې پر وړاندې د جنسي غوښتنو د لګول شویو درنو تورونو مهمه موخه د هغه چټک پرمختګ مخنیوی او د ارګ د بریالۍ پالیسي پر وړاندې د دېوالونو راپورته کول دي چې په افغانستان کې د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د تصمیم نیونې په پوړیو کې د افغانستان د نفوس نیمايي وګړيو یانې مېرمنو ته واک ورکول بلل کېږي.

سره له دې چې ارګ دغه تورونه بې‌بنسټه بللي او د افغانستان لویې څارنوالي د ارګ د یوه پخواني امنیتي چارواکي او کارکوونکې له خوا د لګول شویو تورونو د سپیناوي کار پیل کړی، خو پر ټولنیزو رسنیو کې روان بحث خورا ځورونکي لوري ته روان دی او د افغانانو پر عزت ملنډې وهل کېږي. ورسره خوا کې یوه مشخصه کړۍ دغه پراخ شوي تور دود ته پکه وهي او هڅه کوي په دې ډول د ارګ لمن ور پورته او خپلې موخې ته ورسېږي.

 سره له دې چې د دغې پکۍ وهونکې شبکې غږيږ کلیپونه  پر ټولنیزو رسنیو لاس په لاس کېږي او پر ارګ د لګول شویو تورونو سرچینه په ګوته کېدونکې ده، خو په تېرو څو ورځو کې د عادي افغانانو له خوا پر فېسبوک او ټویټر د یو شمېر باعزته افغان نجونو او ښځو سپکاوي ته یې د لاهوري دروازه خلاصه کړې. پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کسانو له خوا په ناپوهېدلي ډول هغو افواهاتو ته لمن وهل کېږي چې په دې وروستیو کې جنرال حبیب احمدزي له خوا را پورته شوي دي، خو یو شمېر نور یې د دوه سرې تېرې تورې په ډول واک کې د خپلو سیالانو پر وړاندې کاروي او موخه یې واک ته رسېدل دي.  داسې ښکاري چې د افغانستان پر سیاسي چاپېریال ذهنیت خرابوونکې فضا واکمنیدونکې ده چې په دغې دودیزې ټولنه کې د سیاست داسې ډېرې پولې سر له اوسه نړېدلې ښکاري چې جوړول به یې هیچا ته اسانه کار نه وي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان لومړۍ درجه سیاستوال په داسې کیسو او تورونو کې ډله‌یز ښکېلېږي چې په افغانستان کې تر بل هر هېواده ډېره درنه پرېوځي.

اوس ټولې سترګې د افغانستان لویې څارنوالي ته دي چې بې‌پرې پر ارګ د لګول شویو تورونو پلټنې او څېړنې وکړي او ملت ته یې ټول جزییات په ډاګه او د افغان مېرمنو عزت او درناوی خوندي کړي. حکومت ته هم ښه چانس په لاس ورغلی چې د لګېدلو تورونو سیاسي اړخ ملت  ته په ډاګه او جرمي اړخ یې محکمو ته ور خوشې او ټینګ قانوني چلند ورسره وکړي چې په راتلونکي کې خلک پر قانون ملنډې و نه وهي او هره خبره حساب ورکوونکې وبولي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک