د پاکستان اوسنی چلند به بل بنګال جوړ کړي
۱۰ جوزا ۱۳۹۸ 1265 0 نظر سرخط

د پاکستان اوسنی چلند به بل بنګال جوړ کړي

د نړۍ له لر او بره، لوېدیځ او ختیځ، شمال او له سویله د پاکستان د بیا ټوټه کېدو خبرونه مخابره کېږي. د نړۍ له جغرافیې د دغه  ناسور د روغې برخې د بېلېدو په تړاو تحلیلونه د نړۍ د سر سر رسنیو سرټکي جوړوي. له نیویارک ټایمز او الجزیرې نیولې د پاکستان تر کورنیو رسنیو ډېرې رسنۍ او شنونکي فکر کوي چې پاکستان پر داسې پله روان دی چې که خپل تګ ته دوام ورکړي د دویم بنګلدېش ګړنګ ته ورغورځېږي.

 خواخوږي یې پنجابي بادارانو ته له پښتنو سره د روان چلند د بدلون جدي سپارښتنې کوي او د اسلام په نوم له لوی هندوستانه د مسلمانانو د وېش په نوم د دغه جوړ شوي هېواد د ژغورلو هڅې کوي، خو دوښمنان یې په پاکستان کې د بل شوي اور د ور پاشل کېدونکو پټرولو ته خوښې ښيي چې سر لښکري یې پر نوې لار او پلان د مزل کولو تابیا نیسي.

 بېلګه یې هم په اسانه او د ډېرو ژوندیو پاکستانیانو تر سترګو لاندې را منځ ته شوي بنګلدېش ته په اشارې سره ورکول کېږي. دواړې کیسې بېخې سره ورتله بلل کېږي. دواړه د خپل ټبر د ژبې او سر د خوندي کولو په مساله راپورته شول، خو د قوم او خټې له لحاظه پښتانه تر بنګالیانو سخت زړي، دوښمني پالونکي او ازادي خوښې بلل کېږي چې له دې اړخه د پاکستان د بیا ټوټه کېدو وېره له ډېرو پاکستانیانو سره زیاته شوې ده.

 سره له دې چې په بنګلدېش کې تر یو میلیون ډېر خلک پاکستاني پوځ ووژل او تر لس میلیون ډېر یې هندوستان ته کډوال کړل، خو پر پښتنو هم د وخت په توپیر روان ظلم کم نه دی. په لسګونو زره یې د امریکا لپاره ووژل، په زرګونو یې ترې تم  کړي او په میلیونونو نور یې له خپل کور او کلي کډوال کړل شوي دي. یوازنۍ موخه د دغه ټبر د ریښو ایستل دي چې پنجاب ورته اسانه فکر کړی و.

د پاکستان په دننه کې اوس د لومړۍ کچې ډېرو سیاستوالو ته د خپل هېواد بېړۍ سورۍ شوې ښکاري او وېره یې دا ده چې په خپل ژوند کې به د پاکستان د بیا ټوټه کېدو تجربه وویني. پیاوړی پوځ یې هڅې کوي چې د بنګلدېش په څېر د پښتون ژغورنې د غورځنګ ټوله کیسه چې د نوي پښتون بیدار شوي نسل د حق غوښتنې چیغه ده په ستوني کې ور وچه او غورځنګ د ټوپک په شپېلۍ دړې وړې کړي. پلانونه یې ورته ویستلي او د بهانو په توګه یې هندوستان او افغانستان د ملاتړ تورونه پرې لګولي دي.

 په تازه پرمختیا کې یې پر مخکښو مشرانو برید وکړ چې شاوخوا لس تنه یې ترې ووژل او د تر ۵۰ نور یې ټپیان کړل. دوه مهم مشران محسن داوړ اوعلي وزیر یې د تورو تمبو شاته غورځولي چې د غورځنګ غوسه له کابو کېدو په وتو ده. محسن داوړ یې پنجاب ته خبرداری ورکړی و چې که د علي یوه وېښته ته زیان ورسېد یو پاکستانی پوځي به هم له وزیرستانه ژوندی بهر نه‌شي. خو داسې ښکاري چې د پاکستان لپاره د پې‌ټې‌ام له ځپلو او غورځنګ ته له ټوپک پورته کولو بله لار نه ده پاتې.

د پاکستان له ټولو مخنيوونکيو احتیاطي ګامونو سره سره پې‌ټې‌ام د پاکستان د نقشې د خط کشي کولو پر خوا مزل پیل کړی، د هرې ورځې په تېرېدو سره د پنجاب لپاره دغه پرېشانونکی خوب په رښتیا کېدو دی. تر ډیورنډ کوزه غاړه څه باندې څلوېښت میلیونه پښتانه لکه چې وایي؛ «په تنګ راغلی په جنګ راځي».  په تېرو اویا کلونو کې پنجابي واکمنو د دغه تاریخي او مهذب ملت ژبه د سیاست او تعلیم له ډګره پرې کړه او فرهنګ ته یې دروند زیان واړاوو.

په وروستیو څلورو لسيزو کې چې په افغانستان کې د جګړې اور بل شو اسلام‌اباد ته د کوزو پښتنو د ځپنې طلايي فرصت په لاس ورغی او په دې یې د ابدالي او فقیر ایپي په بچو داسې مېچنې وچلولې چې تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. د پښتنو په تاریخ کې پر دغه قوم کله هم دومره بده ورځ نه وه راغلې چې هم دې بر او هم دې لر ووژل شي. 

د اوسني پاکستان په جغرافیه پورې د تړلې خاورې نږدې نیمايي په پښتنو پورې اړه لري چې له چتراله تر بولانه او له اټک او میانوالي تر ډې ای خانه د پښتون وطن په لوېشت لوېشت خاوره د پاکستان پر ضد ناره پورته شوې. دا ناره نور د سړېدو پر ځای تودېدونکې برېښي او ژر ده چې په خپله خاوره خپل واک ترلاسه کړي.  

پښتنو په خپل تاریخ کې چې د هر جابر او ظالم  واکمن پر وړاندې سر را پورته کړی بیا یې کډه ور په شا کړې او مړي یې ترې پاته شوي دي، خو دا لومړی ځل دی چې پښتانه زلمیان او پېغلې د پاکستاني ادارې پر وړاندې د قام په ننګ راپورته شوي او د لر او بر د یو کېدو او پر خپلو بچو د روان ظلم د پای ته رسولو نغاره ډنګوي. 

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک