پاکستان ناسم ټپ ته لاس ور ووړ
۱۰ جوزا ۱۳۹۸ 1788 0 نظر سرخط

پاکستان ناسم ټپ ته لاس ور ووړ

پاکستان ناسم ټپ ته لاس ور ووړ

ښکاري چې پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر وړاندې د خپلې هغې ژمنې پوره کولو ته ملا وتړله چې څه موده وړاندې یې د PTM د وخت د پای ته رسېدو په تړاو ژمنه کړې وه او په زور یې د پې‌ټې‌ام د کمبلې  ور ټولولو ته پیل وکړ، خو د حالاتو شنونکي د بنګلدېش د ازادي د پېښې د تکرار خبرداری ورکوي. پاکستان پر داسې ټپ لاس ایښی  چې اسلام‌اباد ته به یې تر درد پاړسوب زیات وي.

 په تېرو ۱۵ میاشتو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دومره منظم او هرې خوا ریښې وغځلولې چې د نړۍ په تاریخ کې هیڅ ساری نه لري او هیڅ غورځنګ نه دی توانېدلی چې په دومره کم وخت کې خپلې اوبه په خپل نغري پخې کړي. سلګونه زره پښتانه ځوانان اوس په یوه داسې جوړښت کې تنظیم شوي چې په هره وړه او لویه پېښه د نړۍ هر کونج ته په څو ثانیو او د قیقو کې خپل غږ رسولای شي او هر ځای د هر چا پر وړاندې راغونډېدای شي.

دا په تېرو اویا کلونو کې د بابړې له خونړۍ پېښې وروسته پر حق غوښتونکو پښتنو د پنجابي ادارې دویم لوی برید دی چې مخامخ پکې د پاکستان پوځیان لاس لري. همدا څو ورځې له مخه پاکستاني امنیتي ادارو د منظور پښتین ملګرو ته خبرداری ورکړ چې بریدونه پرې پلان شوي دي او د ځان او ملګرو غم دې کوي. د دې خبر له خپرېدو سره سم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشرانو ژوند ته اندېښنې ډېرې شوې او د غورځنګ د غړو په ګډون نږدې ټولو داسې انګېرله چې دپاکستان پټې ادارې به پې‌ټې‌ام د ترهګریزو بریدونو په نوم خراب کړي.

 سره له دې چې د پښتون ژغورنې د تحریک مشرانو ته د ځان ساتلو ښکاره او پټې سپارښتنې وشوې، خو دغورځنګ ګوت څنډنه مخامخ ای‌ايس‌ای او پوځ ته وه چې ګنې دوی ته د وژلو ګواښونه کوي چې تر ټولو ښکاره کیسه یې د غورځنګ تر ټولو مخکښې غړې ثنا اعجاز ته ورکړل شوي مرګوني اخطارونه وو چې په ټول پښتون‌خوا وطن کې یې په پلوي مېړني  پښتانه زلمیان او پېغلې راپورته او خپل ملاتړ یې ترې څرګند کړ. له دغو ګواښوونکي ټېل ماټېل سره سم د پاکستان یو شمېر پښتانه شنونکي وايي چې اسلام‌اباد ته د دغه نوي سرخوږي په تړاو د ای‌ایس‌ای موخه له لومړي سره داوه چې پې‌ټې‌ام  په یوه وسله‌واله ډله بدل او د ځپلو بهانه یې ترلاسه کړي.

دغه ډول هڅې د پاکستان په مختلفو ښارونو له هغې ډلې د امان لوڼي په وژلو سره شوې او ټوله موخه دا وه چې د منظور، محسن او وزیر یاران وپاروي چې وسلې ته لاس او د غیرقانوني کړنو د مخنیوي په ټس کې به یې پوځ د ټکولو سند پيدا کړي، خو د ارمان لوڼي شهادت غورځنګ نور هم پیاوړی، منسجم او د لید لوري خاوند کړ او له فشار سره د مقابلې پر نوې لاره یې ګامونه نور هم پیاوړي او ټینګ کړل. په دې توګه د منظور د لښکر پر وړاندې له هر ډول خنډ جوړولو، نیولو، لارې بندولو، پر رسنیو د پښتون‌غږ له سانسور کولو او وژلو وروسته پاکستان خپل B پلان رامخې ته او د پوځ ویاند جنرال غفور یې په خورا سپین‌سترګي سره پر پښتون ژغورنې غورځنګ همدا څو اوونۍ وړاندې د افغانستان او هندوستان د ملاتړ تورونه پورې کړل او یوه پوچه ادعا یې وکړه چې غورځنګ ته د افغانستان او هند استخبارات پیسې ورکوي او دوی ګواکې په دې تړاو اسناد لري.

 خو د منظور پښتین یارانو پاکستانی پوځ وننګاوو چې په دې تړاو ترلاسه کړي اسناد نړۍ او ولس ته وړاندې کړي. پنجابي پوځ په دې توګه خپله وروستۍ هڅه وکړه چې غورځنګ د پاشل کېدو پر پوله ودروي او ځپنې ته یې زمینه برابره کړي. سره له دې چې تر دې له مخه هم پوځ په مختلفو وختونو کې د غورځنګ د مشرانو له نیولو، تورنولو او ان وژلو ډډه نه ده کړې، خو د خولې مزه یې دومره ترخه وه چې نور یې خپلې شومې موخې او له لاسه وتلې حوصله کابو نه شوه کړای. موخه یې له دې لارې د پې‌ټې‌ام د ځوانو ملاتړو غوصه را پارول او په وسله‌والې مبارزې لاس پورې کول دي چې د پاکستان د پوځ تبر ته لاستی برابر شي. 

سره له دې چې د پاکستانۍ ادارې پلان په خپل ذات کې شنډ ښکاري، خو دا ډول کړنې د پښتانه ولس او پنجابي ادارې تر منځ واټن او کرکه زیاتوي چې پاکستاني چارواکي یې لا د مخه سخت اندېښمن کړې دي. په شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر کاروان برید او د علي وزیر او څو نورو نیول او محسن داوړ په ګډون تر څلوېښتنو ډیرو مبارزینو ټپي کېدل دغه غورځنګ نوي پړاو ته ور دننه کوي چې د اسلام‌اباد خېټه به ورسره ډېره وخوږېږي. پاکستان داسې مرکونډۍ ته لاس ور غځولی چې نه یې نیولای، نه پرې ختلالای او نه یې په جېب کې اچولای شي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک