د جرمني نوښت او د طالبانو نوی دفتر
۶ جوزا ۱۳۹۸ 918 0 نظر سرخط

د جرمني نوښت او د طالبانو نوی دفتر

په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې په خبرو کې رسنیزه وقفه راغلې او د سولې پر فضا واکمنې خبرې سړې شوې دي، خو کابل له خپلو نړۍوالو دوستانو سره پر دې خبرې کوي چې که وکولای شي طالبانو ته له دوحې پرته په نورو هېوادونو کې دفترونه پرانیزي.

دا ډول هڅې د اوس لپاره په ۲ جبهو متمرکزې دي. یو یې د ازبکستان تاشکند دی چې کابل، واشنګټن او ماسکو درې واړه ورته لېواله دي او د ځینو په باور د طالبانو سترګې هم ور کږې دي او بل یې اروپايي جرمنی دی چې له ماسکو پرته امریکا، کابل او طالبان درې سره جلا جلا مشورې او هڅې کوي چې طالبانو ته پکې رسمي سیاسي دفتر پرانیستل شي.

په دې تړاو وروستۍ خبرې په کابل او دوحه کې د جرمني له ځانګړي استازي سره دواړو اړخونو وکړې، خو تر ټولو ډېر ملاتړ یې اروپايي ټولنې کړی او د دغې تولنې ځانګړي استازي هم همدا څو ورځې وړاندې دوحې کې له طالب دفتره لیدنه وکړه. د دوی دواړو ټینګار په دې وو چې طالبان دې له افغان حکومت سره خبرې اترې وکړي. ښکاري چې له دوحې جرمني ته د طالبانو د دفتر او یا دویم دفتر د پرانیستلو په تړاو ډیپلوماټیکو هڅو زور اخیستی دی.

 ډیر باور کوي چې ممکن د بن په ښار کې چې ۱۹ کاله وړاندې د اوسني افغانستان کاواکه بنسټ پکې کېښودل شو، طالبانو ته د سولې د خبرو په نوم یو مجلل دفتر چې لګښت به یې د افغان حکومت په غوښتنه جرمني ورکوي پرانیستل شي. له دغه ښار او هېواد سره د افغانستان نوم له تېرو سلو کلونو راهیسې تړلی، خو وروستیو ۱۸ کلونو کې دغلته د افغانستان د جوړولو په تړاو څو نړۍوال کنفرانسونه جوړ شول.

 له ننه څو کاله وړاندې د طیب اغا په مشري دطالبانو یو پلاوی هم د رسنیو د خبرونو پر بنسټ لږ تر لږه دوه ځله جرمني ته سفر درلود او له رسنیو په پرده کې یې د وخت له جرمن چارواکيو او د ځینو څېړنیزو ادارو له استازیو سره لیدنې کتنې درلودې.

نو له دغه هیواد سره د طالبانو اړیکو ته په کتو دا احتمال کېږي چې کېدای شي په راتلونکو ۳ میاشتو کې دغه نوښت عملي بڼه غوره او طالبان په دوحې سربېره د اروپا په دغه مهم هېواد کې یو نوی دفتر ولري چې د سولې بین الافغاني خبرې، د طالبانو راشه درشه او دغلته د نړۍوالو ورتګ سمبال کړي.

لومړني راپورونه وايي چې طالبانو په جرمني کې له افغان حکومت سره د خبرو په کولو کې خپل منځ کې مشورې پیل کړې دي. د دغې ډلې دننه منابع وايي چې دغه مشورې په دوحه، پاکستان او افغانستان کې د طالب مشرانو او قومندانانو تر منځ په ښکاره او پټه روانې دي.

 له رسنیو سره په دې تړاو له شریکو شویو مالوماتو د طالبانو لهجه نرمه ښکاري او داسې امکانات شته چې ممکن په راتلونکو څو میاشتو کې د طالبانو او افغان دولت د استازيو تر منځ د خپل هېواد پر راتلونکي مخامخ خبرې وشي. د پاکستاني رسنیو راپورونه چې د طالبانو د استازيو د خبرو پر اساس ورکول شوي ښيي چې دغه ډول امکانات په پراخېدو دي او ممکن جرمني په دغه نوښت سره د افغانستان د سولې په برخه کې را منځ ته شوی کنګل مات کړي.

په دې تړاو خوشبیني تر هغه وروسته زیاته شوه چې د جرمني او اروپايي ټولنې استازيو په دوحه کې پر همدې مسالې د طالبانو خوله بوی کړه. قطر او جرمنی ان په ۲۰۰۱ کال کې چې د طالبانو غورځنګ د نظامي ماتې په درشل کې وو او د افغانستان لپاره دیوې لنډ‌مهاله ادارې په جوړېدو نړۍوالو بحثونه پیل کړل په ورته لوبه کې دخیل وو. د زلمي خلیلزاد په خبره د بن ناسته لومړۍ په دوحه کې پلان شوې وه او د قطر شاهي کورنۍ د نوي افغانستان د بنسټ ایښودو په هغه ناسته کې د ماتې خوړلو طالبانو د استازيو د ګډون شرط وړاندې کړی و چې د ځینو منابعو په خبره د افغانستان په دننه کې د هغه وخت یو شمېر طالب مخالفو کړیو له دې وړاندیز او تیاري سره مخالفت څرګند کړ او ناسته جرمني ته ور حواله او پر طالبانو سترګې پټې شوې. سره له دې چې د بن د ناستې ستر تنظیموونکی او هغه مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي لخضرابراهیمي وروسته دا کار یوه لویه تېروتنه وبلله، خو د ناستې بل تخنیکي تنظیمونکی اوسنی ولسمشر ډاکټر اشرف غني و چې د نړیوال بانک له خوا ورته د چارسمبالي رول ورکړل شوی و. هغه اوس بیا هڅې کوي چې هغه نیمګړی ماموریت په یوه بل ډوله سره بشپړ کړي.

که طالبانو ته په جرمني کې نوی دفتر ورکړ شي؛ نو دا به دغه غورځنګ ته هم د یوه بري په مانا وي او همدې امتیاز ته په کتو سره ځینې فکر کوي چې ممکن دغه افغان جرمن نوښت عملي شي. طالبان به داسې تصویر ورکړي چې د دوی د نړۍوال پرستیژ د پیاوړتیا له کبله په لوېدیځ کې د دغه دفتر خاوندان شول، خو اصلي کیسه دا ده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو منځګړتوب او ضمانت کولو ته اروپايي ټولنې لېوالتیا ښوولې چې له سیاسي اړخه مناسب ضامن او منځ‌ګړی بلل کېږي.

 د دغې ټولنې نړۍوال اغېز ته په کتو ډېر باور لري چې ممکن د طالبانو او کابل تر منځ د مخامخ خبرو د نه کولو معما ته بالاخره په همدې توګه د پای ټکی کېښودل شي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک