د داعش اورلړونی، د روس او امریکا نوی تنور
۶ جوزا ۱۳۹۸ 898 0 نظر سرخط

د داعش اورلړونی، د روس او امریکا نوی تنور

په افغانستان کې د داعش په تړاو د امریکا  او روسیې له خوا هم‌مهاله  د دغې ډلې  د نفوذ د پراخېدو په تړاو ډراماټیکې اندېښنې راپورته کړې، درې نړۍوال قدرتونه امریکا، روس او چین پرې اندېښمن دي، خو سیاستونه او نظرونه یې په دې اندېښنه توپیرلري. ماسکو په لومړي ځل ویلي چې د دوی پخوانیو پولو ته څېرمه تر بل هر وخت د داعش ترهګرې ډلې حضور په زیاتېدو دی او په دغه تهدید د سترګو پټول  یې د خطر او ګواښ قبلول بللي دي.

په روسیه کې چارواکي په دغه لوبه کې د امریکا د لاس لرلو له اړخه وېره لري او داسې فکر کوي چې سیال یې د منځنۍ اسیا نا امنه کولو او دوی ته د دغه ګواښ د ور نږدې کولو په لټه کې دی. بل خوا واشنګټن کې لوړ پوړيو نظامي او سیاسي مشرانو ویلي چې د دوی د پخوانیو اټکلونو خلاف په افغانستان کې د داعش د سرتېريو شمېر پنځه برابره زیات او تر پنځه زرو اوښتی دی.

 داسې ویل کېږي چې امریکايي قومندانان او چارواکي غواړي په افغان خاوره خپل موجوديت ته بهانه پیدا او له احتمالي وتلو وروسته د عراق په څېر وضعیت را منځ ته کړي. امریکایان تر بل هر مهاله اوس په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه جدي او ډېره اندېښنه لري. سره له دې چې تر اوسه داعش د عراق او سوریې په ګډون هیڅ ځای کې امریکایانو ته ګواښ نه دی پېښ کړی، خو واشنګټن فکر کوي چې په سیمه کې د دوی نوی مکلفیت یانې له دغه تهدید سره مبارزه په پيلېدو ده.

چین وېره لري چې که په افغانستان کې داعش همدغه ډول چې روسان او امریکایان وايي په خپرېدو وي؛ نو د دوی سویل لوېدیځ مسلمان‌مېشتي ایالت سینکیانګ ته یې د نفوذ د پراخېدو خطر شته. د دغه احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره یې په سیمه کې له خپلو ملګرو سره خبرې او مرسته پیل کړې او په کور دننه یې د مخنیوي تدابیر سخت کړي دي.

خو د افغان دولت له نظره داعش د افغانستان د ختیځ په څو غرونو کې د له منځه تلونکي ځواک غوندي د شړېدو په درشل کې دي.

دمنځنۍ اسیا هېوادونو ته هم د روس، امریکا او چین په څېر د داعش دومره جدي ګواښ نه برېښي او له همدې کبله یې له کابل سره د تړلو اړیکو غوټې خلاصې کړي او د دوه اړخیزو اړیکو چپټر پرانیستل شوی ښکاري.

عامو افغانانو ته داعش داسې اورلړونی ښکاري چې د دوی ډېر کورونه به ورسره وسوځي، خو له طالبانو سره د چاکلېټو تر خوړلو وروسته اوس امریکاد یوه زبرځواک په توګه پام په سیمه کې د داعش لپاره د یوه نړیوال تهدید د تراشلو په لټه کې دی چې ویل کېږي په افغانستان کې به یې لاسوندی په لاس ورکړي.

په افغانستان کې په لومړي ځل د داعش کیسه د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې را څرګنده شوه او د دغه هېواد په ختیځ سربېره په سویلي او شمالي سیمو کې یې بیرغونه پورته شول، خو د دولت او طالبانو له کلک غبرګون وروسته له ختیځ پرته په ډېرو سیمو کې دغه ترهګره ډله وځپل شوه. هغه مهال د دغې ډلې د نفوذ  زیاتېدو ته تر ټولو ډېر تبلیغ په پخواني ولسمشر پورې تړليو رسنیو له خوا د اندېښنې غوندي په ډاګه کېده.

 ښاغلي کرزي هم خورا ښکاره څو ځایونو کې تر دې له مخه دا خبره وکړه چې د افغانستان په شمال کې نامالومې چورلکې چې اشاره یې امریکایانو ته وه په مختلفو سیمو کې نامالوم  کسان او وسله‌وال کته پورته کوي. هغه مهال د حامد کرزي په دغو تورونو پورې ډېرو له دې کبله وخندل چې د یوه ولسمشر په حيث یې ولې د نامالومو چورلکو مشکوک خوځښتونه نه کنټرولول؟ خو داسې ښکارېده چې لوبه د هغه تر سویې لوړه وه او د بل کړي اور تاو یې د ولسمشر غني په حکومت کې د جلال‌اباد د ښار تر څنډو را ورسېده او په وروستیو څو میاشتو کې د خونړیو جګړو له کبله بېرته د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سپین غره درو ته په څنډه شول.

یو وخت داسې تحلیلونه هم وو چې داعش سولې ته د طالبانو د راماتولو په موخه پر دغې ډلې د فشار راوړلو ته شوې اورپکې ډله ده، خو اوسني حالات دغه نظر ردوي او داسې ښکاري چې دغه لوبه د نورو موخو لپاره ډیزاین شوې او که لږ څه د واشنګټن او ماسکو له  اوسنیو عینکو ورته وکتل شي؛ نو په افغانستان کې د یوې بلې نړۍوالې سیالي او تربګني څرکونه په را برسېره کېدو دي.

 په منځني ختیځ کې د داعش د ځپلو په نوم د ماسکو او واشنګټن تر منځ څلور کاله د سوریې او عراق پر خاوره داسې خونړۍ سیالي وشوه چې د بشر په معاصر تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی. په سلګونو زره کسان پکې تلف او په میلیونونو نور له خپل هېواده دربدره بهر ته وتښتېدل او یوازې سوریې ته ویل کېږي چې تر ۵۰۰ میلیارډ ډالره زیات زیان اوښتی او د عراق تاریخي موصل ته تر۱۰۰ میلیارډ ډالرو ډېر زیان د داعش له اړخه اوښتی بلل کېږي.

په منځني ختیځ کې د داعش له بشپړې ماتې وروسته د ډلې مشر له څو کلونو وروسته له کوم غاره یو ځل بیا ویډیويي اعلامیه خپره کړه چې ځینو افغانستان وباله او د دغې ډلې په اړه یې یو ځل بیا د تبلیغاتو اندېښمنوونکې جبهه پرانيستې ده. دلته د یوې بلې سیالي یوه نښه د داعش د بیا را ژوندي کېدو په تړاو په نړیواله کچه له ورکول کېدونکو خبرونو او تحلیلونو سره د افغانستان نوم نښلېدل دي او ښکاري چې په لوی لاس د دغې ډلې موجوديت ته په لویه کچه کمپاین روان دی.

خو تر ټولو ډېره اندېښنه د ماسکو او واشنګټن له خوا هم‌مهاله په افغانستان کې د دغې ډلې په تړاو پراخه اندېښنه ښوول دي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک