سپوږمۍ ته د ناسا بل ماموریت
سپوږمۍ ته د ناسا بل ماموریت
د امریکا فضايي څېړنو ملي اداره یا ناسا له کلونو ځنډ وروسته یو ځل بیا په پام کې لري چې سپوږمۍ ته خپل نوی ماموریت پیل کړي او په دې ماموریت کې به سپوږمۍ ته په تلونکې عمله کې يوه ښځه هم شامله وي.
د لوېدیځو رسنیو د مالوماتو له مخې، دا ماموریت به په ۲۰۲۰مېلادي کال کې پیل شي او څو پړاوونه لري، خو عمله به څلور کاله وروسته پر سپوږمۍ ناسته وکړي.
د ارتیمېس-۱ په نوم د دې ماموریت لومړي څېړنیز پړاو په به ۲۰۲۰مېلادي کال کې پیل شي، خو په دې پړاو کې به کومه عمله نه وې او یوازې به فضايي بېړۍ ته واستول شي.
دویم پړاو به په ۲۰۲۲مېلادي کال کې د سپوږمۍ مدار ته پیل شي چې په دې کې به انساني عمله وي او او درېيم ماموريت به په ٢٠٢٤ کال د سپوږمۍ سطحې ته د ستورمزلو کته کول وي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین فضايي څېړنو ادارې څه موده وړاندې د سپوږمۍ لرې یا تیاره اړخه ليدنه وکړه او د سپوږمۍ له دې اړخه یې نوي مالومات پيدا کړل.
0 دیدگاه