د طالبانو، خبريالانو ته بند او ډيپلوماټانو ته خلاص دفتر
۵ جوزا ۱۳۹۸ 802 0 نظر سرخط

د طالبانو، خبريالانو ته بند او ډيپلوماټانو ته خلاص دفتر

طالبان په دوحه کې له هر بهرني سیاستوال سره د خپلو استازيو لیدنې په خورا شوق او ذوق سره د اعلامیو غوندي خپروي او داسې انګېري چې له نږدې ۲ لسیزو وروسته یې دا په سیاسي ډګر کې ستر بری دی چې د ځینو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران هم ور روان دي او له دوی سره پر افغانستان غږېږي.

 د روسیې، امریکا، چین، جرمني، ازبکستان او اندونیزیا سربېره د ځینو نورو هېوادونو ډیپلوماټانو هم په دوحه کې د طالبانو له سیاسي مشرانو سره لیدنې کړې دي او ځینې د ورتلو پلان لري. طالبان فکر کوي چې دوی رسماً اوس د یوه سفارت په څېر اهمیت موندلای او د نړۍ د ټولو مهمو هېوادونو استازي د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د دوی په دفتر ور خوشې وي.

 له بهرنیو ډیپلوماټانو سره د دوی مطبوعاتي چلند کټ مټ د یوه رسمي دولت بڼه لري او په خورا ډیپلوماټیکه ژبه یې موضوع ته په بیانیه کې ځای ورکړی وي.

دوحې ته ورتلونکي بهرني ډیپلوماټان وايي چې طالبان سولې او له افغان دولت سره خبرو ته هڅوي، خو د دغه لیدنو په اړه تر ټولو لومړۍ اعلامیه طالبان ورکوي، لکه د اروپايي ټولنې، جرمني او ملګرو ملتونو ځانګړو استازيو د لیدنو په اړه تر ټولو له مخه دوی د خوښې په انداز کې اعلامیه خپره کړې. سره له دې چې دوی خپلو ګټو مخ په دوحې ور روان کړي او ډېرو کمو سره یې د افغان ملت غم دی، خو د افغانستان په سوله کې د نړۍ د پرمختللو هېوادونو په تېره بیا د امریکا، روسیې، جرمني، چین اروپايي ټولنې او عربي هېوادونو رول ډېر مهم دی او هر یوه یې له طالبانو سره په لیدنه کې د سولې په برخه کې له خپله اړخه د همکاري ډاډ ورکړی، خو طالبان فکر کوي چې بهرنۍ نړۍ له مجبوریته له دوی سره ګوري او دوی له دې مجبوریته د یوه فرصت په حيث ګټه کوي.

په واقعیت کې دا په رښتیا هم د هغو طالبانو لپاره د اوښتون یو ټکی دی چې ۲۵ کاله نړۍ د ټوپک د شپېلۍ له لارې پېژندل او د امریکا په مشري ملګرو یې فکر یې کاوو چې د افغانستان د تاریخ دغه څپرکی د خپل تخنیک، زور، الوتکو او روان کړي سیاست په مټ محوه کولای شي، خو د هغوی د تصور او پلان خلاف طالبانو په سیمه کې بېرته د پاکستان او ایران په مرسته د ساه کښلو فرصت ترلاسه او ځانونه یې له واشنګټن سره خبرو ته برابر کړل.

 طالبان هڅه کوي چې نړۍ ته خپل سیاسي انځور هم وړاندې کړي او هغه تور داغونه د ترسره کوونکو په مټ پاک کړي چې د ترهګرو سره د تړاو له اړخه د دوی غورځنګ ته په څه باندې ۲ لسیزو کې منسوب شوي دي. سره له دې چې په لنډ مهال کې به دا ورته ستونزمنه وي، خو د نړۍ له سیاسي حالاتو داسې برېښي چې نړیوال قدرتونه هم په دې لټه کې دي چې په خپلو ټولنو کې د طالبانو په تړاو ورکړي تصویر ته نوی رنګ او نوم ورکړي. موخه یې خپلو ورکړو مړو شویو لګښتونو او زیانونو ته د یوې داسې دلیل او توجیه لټول دي چې ولسونو ته یې د قناعت وړ وي.

په لوېدیځ کې سیاستوال لګیا دي له طالبانو سره د لیدنو کتنو له لارې هم ځان او هم هغوی ته نوې څېره تراشي او هڅه کوي چې په نوې را منځ ته شوې سیاسي فضا کې ځان ته د امریکا تر سیوري لاندې  راتلونکي ملګري پیدا کړی. په داسې حال کې چې طالبان لا هم په خپل پروني خره سپاره او هماغه پروني طالبان چې په کور دننه له هیڅ ډول ناروا مخ نه اړوي له نړیوالو سره په دوحه کې د خبرو د مېز پر سر داسې پتاسې چيچي چې فکر نه کېږي دا دوې لسیزې یې ورسره ډزولې دي.

 دوی تر ټولو ډېر امریکایانو ته خوښ ښکاري او تمه یې دا ده چې پر دفتر یې بندې شوې پیسې به بیا ورکړل شي.

په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو دفتر نږدې هره اوونۍ د بهرنیو ډیپلوماټانو کوربه وي، خو دغه غورځنګ له خبریالانو ځانونه ډېر لیرې ساتي او نه غواړي چې د دوی د دفتر د څلورو دېوالونو دننه روان وضعیت په اړه افغانان او د نړۍ نور خلک خبر شي. په داسې حال کې چې د امریکا او طالبانو د هر ځل خبرو پر مهال ګڼو خبریالانو د طالبانو د دفتر تر دروازو ځانونه رسولي دي، خو کله یې هم د دې اجازه نه ده موندلې چې منظم د دوی د وضعیت په اړه خبریالان مرکې وکړي او هغه څه وپوښتي چې افغانان یې هیله لري.

 په څو فرصتونو کې چې دوحه مېشتو طالب مشرانو له رسنیو سره لنډې خبرې کړې ښکاري چې د دغه غورځنګ د روانې لوبې تر شا داسې ډېر څه تر اوسه پټ دي چې ملت یې پوهېدو ته اړتیا لري. په سلګونو داسې پوښتنې لا هم د طالبانو د روانې لوبې په اړه بې‌ځوابه پاته دي چې دوی یې په افغانستان او دوحه کې کوي. طالبان په دې پوهېږي چې له خبریالانو سره تودې اړیکې یې هغه اړخونه را لوڅولای شي چې دوی ته یې د پټولو لارښوونې شوې دي.

د ډيپلوماسي سرلاري ښکنځلې پيل کړې

Jul 23, 2019 29

امريکا چا ته ګواښ کړی دی؟ خپل سټراټېژيک ملګري هېواد ته؟ امريکا خپل ملګري د ځمکې له نقشې ورکوي؟ د امريکا لپاره د خپل ملګري هېواد د لسو ميليونو انسانانو وژل او ملګری هېواد له [...]

امريکايان د افغانستان نامرده ملګري

Jul 07, 2019 29

ملګري څو ډوله دي، نږدې، لرې، شناخته، خواخوږي، خاين، خو تر ټولو بد يې نامرده هغه دي او امريکايان د افغانانو نامرده ملګري دي.

د ولسمشري د ټاکنو بېړۍ مزل پیل کړ

Jun 09, 2019 29

ښکاري چې نړیوالې ټولنې د ولسمشري د ټاکنو د مشروعیت لپاره مټې را ونغاړلې او د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لپاره یې له لسو کلونو وروسته یو ځل بیا خپل استازي د کمېشنرانو په [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک