د کاندیدانو سفر یو، خو منزل جلا جلا
د دې ملت سترګو ته کله کله ځینې سپینسترګي دومره خاورې وشیندي چې د دې ۱۲ کاندیدانو د یو ځای کېدو په دلیل هم بحث نهشې کولای. دا پوښتنه کېدای شي له کمو کسانو سره وي چې کومو مشترکو ګټو دغه د مختلفو صفونو او فکرونو په نوم سیاستوال سره یو ځای کړي دي؟ ایا دوی د افغانستان پر ګټو بحث کوي، که په خپلو شخصي منافعو؟ کله چې په دې یوې پوښتنې د دې ملت سر خلاص او ځواب یې ورته پیدا کړ؛ نو د افغانستان ښې ورځې پيلېدونکې دي.
په تېرو څو اوونیو کې د دغو بېلابېلو نظر او پلان لرونکو کاندیدانو یو ځای کېدل ښيي چې د دوی موخه د افغانستان ژغورل، د افغانانو د ژوند ښه کول نه، بلکې یوازې ارګ ته رسېدل، له ارګه د ولسمشر غني بهر کول، ارګ ته د رسېدونکي کس د شوکې ترلاسه کول او د خپلو خپلو جېبونو د ډکولو په لټه له هره بریده تېرېدل دي.
د جوزا د لومړۍ پر محور را ټول شوي د خپلو مشترکو وجوهاتو په ډېرولو بوخت او تر پخوا یې موخې یوه او بل ته سره نږدې ښکاري. په دوی کې یو یې هڅې کوي چې خپل مشترکان له دې نورو سره زیات او د یوه پیاوړي دریځ په موندلو سره ټول په یوه مورچه کې د ولسمشر محمد اشرف غني په مقابل کې په مبارزې لاس پورې کړي. د ټولو موخه دا ده چې د ټاکنو له برکته په ترلاسه کړي فرصت کې خپلې خېټې مړې او په شنه شوي وټ کې خپل څاروي وڅروي.
د دوی ټولو وټ سپېره ښکاري او ټول په دې لټه کې دي چې یو ښه واښه وټ ومومي چې نه یوازې نن یې پکې د زړه له اخلاصه د خولې خوند برابر وي، بکلې تر راتلونکو پنځو کلونو یې جېب ته ډالر ور روان وي.
په جوزا خېلو مشهور شوي ډېر کاندیدان خپل تصویر د ارګ پر ځای د خپل خړ کور د دېوالونو دننه ویني او په خوب کې د ارګ په خوبوړي ټال داسې زنګېږي ته وا افغانستان کې له ده پرته نظام په شړېدو او د ملت بېړۍ په ډوبېدو ده. د دغو کاندیدانو اوسني دریځ ته په کتو داسې ښکاري چې ټول د ښاغلي اتمر په دام کې غورځېدلي او په وروستي اوور کې به پرې یوه اسماني شاټ ووهي چې ممکن ډګر ساتونکي یې کېچ اوټ کړي.
د دوی ټولو نیوکې پر غني ور ټولې دي او هر یو یې د هغه کارونه او تګلارې نقدوي او خپل ملخي ټوپکونه یې د هغه پر مورچې ور سیخ کړي دي. لامل یې دا دی چې د ټولو لپاره همدا غني داسې څوک ښکارېږي چې هم دوی په واک کې شریکولو او هم همداسې بېواکه ساتلای شي. ځینې خو یې پر هغه د ډېرو نیوکو له کبله تمه لري چې ولسمشر غني به ورته له خپلې نوماندي د تېرېدو په بدل کې څه ومني، خو داسې ښکاري چې د ښاغلي غني لېوالتیا هم له دغو ۱۲ کاندیدانو سره چې د موقت حکومت د را منځ ته کېدو ډول وهي کمه ده او تر ټولو مهم لامل یې ځینو ته د دوی په ډله کې د هغه پخوانی نږدې ملګری ښاغلی اتمر دی.
دا ډول روان پرمختګ هغه شکونه نور هم پیاوړي کوي چې ګواکې د ښاغلي غني پر وړاندې ممکن دغه له واک او ځواکه غورځېدلی یو مشترک ټیم جوړ کړي. تر اوسه له ښاغلي نبیل پرته د نورو ټولو نیوکې یوازې په ولسمشر ور څرخي. رحمت الله نبیل چې له ښاغلي اتمر سره نه دی جوړ د رسمي کار پر مهال څو کاله وړاندې له پاکستان سره د هغه پر اړیکو غوسه دی او نیوکې پرې لري.
د ولسمشر غني د کار د دوام په اړه د ثور په وروستۍ ورځ د کاندیدانو ګډې ناستې ته یې خپل هزاره مرستیال مراد علي مراد ور استولی و او داسې برېښي چې خپله یې د ښاغلي اتمر په موجوديت کې ناستو سره دلچسپي نهشته.
بل خوا ځینو ته دا ډېره جالبه دا ده چې جناب اتمر له ښاغلي تورسن سره په یوه لار تګ ته زړه ښه کړی چې د افغانستان د راتلونکو ټاکنو یو کمیډي او جالب اړخ دی. هغه چې پر ټولنیزو رسنیو د ډېرو کارونکو لپاره يوه ساعتېرې یادېږي په هر مجلس کې ولسمشر، اجراییه رییس او ځینو نورو ته ستوغ پېغورونه او ویناوې ور شړي.
خو په دغه ډله کې چې د موقت حکومت د را منځ ته کېدو هڅې کوي څو مخکښ کاندیدان لکه ډاکټر عبدالله او حکمتیار چې په خپله د ولسمشري د دغو کاندیدانو د خبرو او غوښتنو وزن ته زیان رسولی دی.
داسې ښکاري چې د کاندیدانو دغه وسله هم له کاره لوېدونکې ده او د راتلونکو څلورو میاشتو لپاره به دوی د ولسمشر د کار په یوه بل اړخ د ځان بوختولو او پلویانو د موندلو لپاره تمرکز کوي چې تر اوسه بېفایدې برېښي. دوی فکر کوي چې پر بل نیوکه به یې هدف ته ورسوي، خو نن افغانان کار، پلان او تګلارې ته په کتو هر څه تر ذرهبین لاندې تېروي؛ نو ویلای شو چې سفر د ټولو یو دی، خو منزل جلا جلا.
0 دیدگاه