په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب ولې بدل شو؟
په افغانستان کې د امریکا لومړیتوب ولې بدل شو؟
ولسمشر محمد اشرف غني او حمدالله محب وتوانېدل چې په واشنګټن کې د ټرمپ د یارانو ډیزاین کړې لوبه د کابل پر محور را وڅرخوي. امریکایانو غوښتل چې په افغانستان کې د واک لېږد د داسې معاملې له لارې وشي چې راتلونکی یې ویښو افغانانو ته تیاره او سر ناخلاصو ته رڼا ښکارېده. ځینو ورته د خوښې څڼې اړولې او فکر یې کاوو چې سور ټرمپ تر غني ډېر د افغانستان خیر غواړي، خو په حالاتو یو څه پوهو کسانو د امریکا له تېزې منډې اندېښنه درلوده.
په داسې حال کې چې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له لومړنیو لیدنو وروسته په کابل او واشنګټن کې خورا صریح دا خبره کوله چې د امریکا لپاره لومړیتوب له طالبانو سره یوه سولهیز جوړ جاړي ته رسېدل دي، نه د افغانستان د نظام دننه د پیل شوې قانوني بهیر پر اساس ټاکنې چې ټاکل شوې څه کم څلورو میاشتو کې به وشي. پر همدې اساس یې کابل کې د ولسمشر غني حکومت ته مستقیم او غیر مستقیمه لارښوونه کوله چې له طالبانو سره یوې داسې معاملې ته ځانونه تیار کړي چې د پړي سر یې د امریکا او پاکستان په لاس کې وي او د ځینو له انده افغان حکومت او ټول افغانستان پرې تړل کېده.
ډېرو باور نه کاوو چې یو په ملا کړوپ ۷۰ کلن ټکنوکراټ چې په سیمه کې د خپلې وسې له اړخه بیساری بلل کېږي د خپلو څو ځوانو ملګرو لکه محب په مټ به داسې اسمان څکې شپږیزه ووهي چې د واشنګټن په دهلېزونو کې یې ډېرو خپلو او پردیو انګازې واورېدې. ښاغلي غني نه یوازې طالبان په یوه سخته لوبه کې وننګول، بلکې په واشنګټن کې یې امریکایان، په ماسکو کې روسان، په اسلاماباد کې پنجابیان او په کور دننه سر ناخلاصي څنډې ته شوي په نوم سیاستوال داسې غونج منج کړل چې تصور یې هم نه شوای کولای.
داسې ښکارېده چې دغو ټولو اړخونو د خپلو شخصي موخو لپاره جلا جلا د سولې په نوم معاملې روانې کړې وې او د سولې بهیر یې له اصلي لوري بېلارې او پېچلی کړ. د پخواني ولسمشر او د ولسمشري د یوه کاندید حنیف اتمر په مشري یو شمېر کورنیو فرصتطلبو کړیو په افغان کړکېچ کې د روسیې ونډه دومره پراخه کړه چې تر دې وروسته ور ته پام کمېدل ستونزې پراخوي او ان کېدای شي دغه بهیر له ماتې سره مخامخ کړي.
بل خوا کورنیو کړیو طالبانو ته په ماسکو کې داسې پرستیج او موقف ورکړ چې هغوی هم اوس له خپل اسپه اسانه نه را کوزېږي او خپل تصویر د سپینې ماڼۍ په هینداره کې ویني. امریکایانو په دغه برخه کې مهم رول لوبولی او په تېرو ۹ میاشتو کې یې طالبانو ته سولهیزه څېره وتراشله او ان د ټاکنو د قربانولو زېری یې پرې وکړ. طالبانو هم په دغه خوښې کې د «الفتحې» په نوم عملیات هم پیل کړل چې نه یوازې په کور دننه او نړیواله کچه وغندل شول، بلکې له هر اړخيزې ماتې سره مخامخ ښکاري.
خو په دوحه کې د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ د ځنډول شویو خبرو او د امریکا او طالبانو له شپږم پړاو بحثونو وروسته د پیل شوې ډرامې پاړکی بدلېدونکی ښکاري او د هغه زلمي خلیلزاد په نظر کې ۱۸۰ درجې بدلون را څرګند شو چې فکر یې کاوو په څو میاشتو کې به د افغانستان د کړکېچ کمبله ور ټوله او د ټاکنو پر ځای به د یوې داسې معاملې له لارې افغانستان کې د طالبانو په ګډون او یا ان مشري له صفره پیلېدونکی ګډوله نظام راولي چې د سولې په نوم ورته په امریکا کې ډېرو څڼې اړولې. خو ولسمشر اشرف غني د خپلو ملګرو په مټ د ټولو هڅو لوری د کابل پر لور را واړاوو او موخه یې دا ده چې هره سولهیزه هڅه له کابله پلان او پر مخ یووړل شي.
هغه د ملي امنیت خپل سلاکار واشنګټن ته واستاوو او هلته یې له خپلو اړیکو په ګټې اخیستو لابي پیل او هغو امریکايي سیاستوالو ته یې د دوحې پر محور د پیل شوې لوبې تیاره اړخونه روښانه کړل چې فکر یې کاوو د دوی استازيو د امریکا د ګټو پر لوري لوبه روانه کړې. د ښاغلي محب دریځ په امریکا کې داسې چاودنه وکړه چې د ټولې لوبې لوری یې بدل را بدل کړ. هغه واشنګټن چې د سولې په نوم یې له افغانستانه د پښو سپکولو پلان ډیزاین کړی وو اوس یې په کابل کې سفیر د ټاکنو په اړه ټویټونو ته زور ورکړی او هڅه کوي چې د خپل حکومت ملاتړ د افغان حکومت له پلان سره سم له ټاکنو په ډاګه کړي. زلمي خلیلزاد هم ویلي چې حکومت دې د ټاکنو کېدو ته لومړیتوب ورکړي او د سولې خبرې یې ټکنۍ بللې.
ولسمشر غني له پیله دا په ډاګه کړې وه چې حکومت به یې ټاکنې او د سولې خبرې دواړه هممهاله پر مخ وړي او باور یې دا وو چې نړیوالو تجربو ته په کتو سره د افغانستان په څېر پېچلو کړکېچونو کې د سولې خبرې ليږ تر ليږه پنځه کاله وخت غواړي.
0 دیدگاه