د پوست د ښکلا لپاره څه وکړئ؟
۲۳ ثور ۱۳۹۸ 1404 0 نظر سرخط

د پوست د ښکلا لپاره څه وکړئ؟

 ډېرې ښځې د سينګار لپاره پر مخ بېلابېل کريم او د مخ سپينولو درمل موښي، که څه هم تر ډېره پورې يې مخ سپين مالومېږي، خو د وخت په تېرېدو سره په هغه کې ډېرې ګونځې پيدا کېږي او کوم وخت چې يې پر مخ  و نه موښي، طبېعې پوست يې تور او داغلی مالومېږي؛ نو غواړو نن په دې مطلب کې هغه څه در ته وړاندې کړو چې عادي سينګار او طبېعي ښکلا نوره هم زياتېږي او له هغه سره سره ځوانې هم پاتېږي.

ښه خواړه؛

په نړۍ کې اوس زياتې ښځې غواړي د مخ پوست يې تازه مالوم شي د دې لپاره  درمل نه، بلکې هغه خواړه زيات استعمالوي چې تر ډېره اوبه او کافي وېټامين لري. هغوی هره ورځ له عادي خوراک سره مېوې او سابه خوري.

 اوبه څښل؛

د هارورډ پوهنتون د طبيب څانګې په يوه څېړنه کې ثابته شوې چې زياتې اوبه څښل په تېره بيا د خوراک پر مهال يوازې دا نه چې له هضمي سيسټم سره مرسته کوي، بلکې د مخ پوست تازه او ځوان مالوموي. همدارنګه اوبه له اقتصادي اړخه هم پرېمانه او هر چاته رسېدونکې دي.

 سپورټ کول؛

دې کار ته اوس په نړۍ کې د يوې لويې اړتيا په نظر کتل کېږي که زاړه دي او واړه ټول په خپل ورځنې مهالوېش کې سپورټ ته وخت ورکوي. هغه څوک چې ډېر سپورټ کوي، نه يوازې چاغښت او د وينې فشار له منځه وړي، همدارنګه يې د وينې جريان په بدن کې تېزېږي چې لومړی اغېز پر مخ کوي او له امله يې هغه نرم او تازه کېږي. حامله‌دارې ښځې که سپورټ نه‌شې کولای هره ورځ بايد دېرش دقيقې پلی مزل وکړي.

 يو ډول کريم کارول؛

پوست يوازې يو ډول کريمو «سفېدې» سره عادت کېږي چې مناسب او ليږ ليږ وکارېږي. زياتې ښځې د سينګار لپاره بېل بېل کريم پر مخ موښي او تقریباً ساعتونه ساعتونه هيندارې ته ولاړې وي چې هم يې پر مخ دانې پيدا شي او هم يې پوست ورسره نه وي عادت.

غوره به دا وي چې په لومړي سهار کې مخ ووينځي او د کور له کاره وزګارې شي، بيا لیږ اندازه هغه کريم پر مخ وموښي چې له ډېره وخته يې کاروي؛ نو ممکنه ده چې مخ ته يې ډېر زيان و نه رسېږي.

 د کار پر مهال مخ پټول؛

ډېرې ښځې له خپله پوسته ناخوښه وي چې هيڅ وخت نه سپینېږي.  د پاکي او صفايي په وخت کې ګرد او غوبار د دې سبب کېږي چې په مخ کې واړه واړه سوري بند او میکروبي شي او دې وړ ګرځي چې دانې هم پر مخ را وخېژي؛ نو په کار دا ده چې د کار په وخت کې عينکې، ماسک، او ټوکر ولري.

 پر وخت وينه کښل؛

ډېر کسان له خپلې ناروغې شکايت کوي او پر مخ يې زياتې دانې «خالونه» کېږي. څېړنو ثابته کړې چې په بدن کې وينه تر ډېره زړېدل د چاغښت او د مخ د شين‌والي سبب ګرځي. هغه ښځې چې له دې چارې شکايت کوي او پوست يې نه سپينېږي د ډاکټر له مشورې سره دې وينه وکاږي.

  

که داسې کوئ مخ مو نه زړېږي

Dec 23, 2019 29

۱.د لمر وړانګې  د لمر وړانګې که څه هم په بدن کې د ډي وېټامین تولیدولو لپاره ګټورې دي، خو د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو زیات لمر وړانګو ته کېناستل، ګرځېدل او یا هم کار کول پر مخ او تندي [...]

شپږ هغه لاملونه چې غاښونه خرابوي

Dec 17, 2019 29

که د غاښونو پاکوالي ته پام و نه‌شي، د غاښونو د توروالي او خرابېدو لامل ګرځي. همدا رنګه خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو [...]

د ښځو دوې ښکلاوې

Sep 11, 2019 29

ټول کسان دا خوښوي چې ښايسته واوسي، په تېره بیا مېرمنې، که څه هم ښځې له طبېعي ښکلا برخمنې هم دي، خو زیاتې بیا پر ځان بې‌باوره وي او ټوله ورځ پر سينګار تېره کړي، دوی دا فکر کوي چې [...]

دیدگاه شما

فیلدی بامشخصات (*) الزامی است.

جستجو

سرخط خبرهای پشتو

سرخط در فیسبوک