ازبکستانۍ ویبپاڼې ۱۴کاله ولاړې وې
په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو تر حل وروسته د بشري حقونو تر څنګ ځینو نور ویبسایټونه تر څوارلس کلني ځنډ وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.
د ازبکستان د اطلاعاتو او ډلهیزو ارتباطاتو ادارې مشر وایي، په دې هېواد کې تر لسو زیاتو د خبري او د بشري حقونو ویبسایټونو چې په ۲۰۰۴مېلادي کال کې بند یا بلاک شوي وو، بېرته فعال شول او اوس ترې خلک ګټه اخيسلای شي.
عالم جانوف زیاتوي، په دې ویبسایټونو کې چې فعالیت ته یې بیا اجازه ورکړل شوې، د بيبيسي ازبکي څانګه، امریکا غږ، دویچه ویله، یوروشیانیټ، اسیا تېرا او نورې مالوماتي پاڼې شاملې دي.
0 دیدگاه