«ګوګل ډو او» ګروپ ویډیو کال پیل کړ
ټولنیزې رسنۍ ورځ تر بلې د نویو اپشنونو او فیچرز په را منځ ته کولو سره په خپل منځ سیالي کوي او نوې جوړې شوې اسانتیاوې د دې رسنیو کاروونکي له یو بل نور هم سره نږدې کوي.
دا ځل «ګوګل ډو او» چې د فېسبوک مسنجر په څېر اپليکېشن دی، په ځینو هېوادونو کې د ګروپ ویډیو کال یا ډلهیز ویډیويي زنګ پیل کړ چې په یو مهال کې څو کسان کولای شي د ویډیو له لارې له خپلو ملګرو سره د زړه خواله وکړي.
وړم کال ګوګل اعلان کړی چې ویډیو ګروپ کال به په تېر مېلادي کال کې جوړوي، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله دا چاره ممکنه نه شوه، خو اوس يې په ځینو هېوادونو کې ورته اجازه ورکړې ده او ډېر ژر به يې په ټوله نړۍ کې فعال کړي.
د ګوګل ډو او اپليکېشن مشر جسټن یوبرټي وايي، اوس اړتیا وه چې دا ډول اپشن یې اضافه کړی وای، خو هغه له اندونیزیا پرته د نورو هېوادونو نومونه یاد نه کړل چې دا اپشن په کومو هېوادونو اوسمهال کار کوي.
0 دیدگاه