که غواړئ سرطان مو ونه نیسي، د شپې ډوډۍ مه خورئ
که غواړئ سرطان مو ونه نیسي، د شپې ډوډۍ مه خورئ
ډاکټر شفیقالله میرکی
په امریکا کې د یوې تازه څېړنې له مخې، که د شپې لهخوا د ۱۳ ساعتونو لپاره ډوډۍ و نه خوړل شي، دا به د سرطان په مخنیوي کې مرستندویه رول ولوبوي؛ دا تر ټولو اسانه لار ده چې مېرمنې د سینې له سرطان نه پرې ځان وژغوري.
د امریکا په کالیفورنیا پوهنتون کې څېړونکي وايي، د خوراک وخت او مهالویش پر غذايي رژیم او د شکر، زړه او سرطان پر ناروغیو خپل اغېز لري.
د څېړنې له مخې، د شپې له لوري له خوړو د لاس اخېستلو مانا دا ده چې یوازې ډوډۍ و نه خورئ، اوبه نه یوازې پروا نهلري، بلکې ګټې هم لري.
د شپې لهخوا باید ۱۳ ساعته څه ونه خوړل شي، د ماښامنۍ او سهارنۍ تر منځ باید پوره وخت وي چې د سرطان ناروغۍ مخه ونیول شي.
د دې راز او ګټه پهدې کې ده چې د شپې لهخوا ډوډۍ نه خوړل، د وینې شکر تنظیموي، خوړو ته لار هواروي چې له خوب او راویښېدو سره مناسب چلند وکړي؛ دا مهال نو د سرطان د را منځته کېدو مخه نیول کېږي.
څېړونکي وايي، په ټاکلي وخت کې ډوډۍ خوړل، د ماښامنۍ او سهارنۍ تر منځ اوږد ځنډ د انسان په ګټه دی. په ورته وخت کې د شکر، د زړه ناروغۍ او د رګونو تنګوالي ناروغۍ او ستونزو مخه نیسي.
هر کال نږدې ۱.۴ میلیونه کسان په سرطان اخته کېږي او ۴۵۰ زره ښځې يوازې د سينې سرطان له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي .
0 دیدگاه