د دالو سوپ څلور مهمې ګټې
د دالو سوپ څلور مهمې ګټې
ډاکټر شفیقالله میرکی
دال په ډېرو هېوادونو کې له دودیزو خوړو نه ګڼل کېږي. خوند یې ښه، ګټه یې ډېره، بیه یې کمه او تیارول یې اسانه دي.
د خوړو کارپوهان وايي، دال د پروټینو تر ټولو مهمه سرچینه ده چې غوړ یې ډېر لږ دي. دغه راز له هغو خوړو ګڼل کېږي چې د اکسید ضد توکي لري او که هره ورځ وخوړل شي، بدن پیاوړی کوي او روغتیا ته ګټه رسوي.
«الیومالسابع» ورځپاڼې د یو شمېر سبزیو، په ځانګړې توګه د دالو د ګټو په اړه لیکنه خپره کړې او په لاندې ډول یې ښودلي دي:
راپور لیکي، دال ژر هضمېږي او که په منظمه توګه وخوړل شي، ټوله ورځ بدن ته انرژي ورکولای شي. وسپنه او پروټین چې د ورځې په اوږدو کې ورته بدن اړتیا لري، دا یې پوره کولای شي.
د ساري ناروغیو په مخنیوي کې مهمه ونډه لري.
دال څلور ګټې لري چې په لاندې توګه دي.
۱- دال د پروټینو مهمه سرچینه ده، هغه مضر کلسټرول چې په سره غوښه کې شته، په دالو کې نهشته او د ناڅاپي مړینې مخه نیسي.
۲- دال داسې مواد لري چې ژر هضمېږي، د قبض مخه نیسي او د قولنج سرطان په مخنیوي کې د پام وړ رول لري.
۳- دال زړه ساتي؛ ځکه د فولیک اسید په نوم مواد او مقناطیس لري چې د زړه روغتیا لپاره ګټور دي. د زړه رګونه ساتي، د زړه ناروغۍ مخه نیسي او په بدن کې د وینې جریان تنظیموي.
۴- هره ورځ یوه پیاله د دالو سوپ بدن ته هغومره وسپنه ورکوي چې اړتیا ورته لري او د وینې د کمښت مخه هم نیسي.
0 دیدگاه