د نړۍ يوه بې درده ښځه
د نړۍ يوه بې درده ښځه
ټول ژوندي موجودات په طبېعي ډول ولګه، تنده، خوشالي، خپګان او درد محسوسوي، خو یوه سکاټلېنډۍ مېرمن نه ډار لري او نه هم درد محسوسوي.
که د پنځه شپېته کلنې جو کامرون د څرمن کومه برخه وسوځي، هغه یوازې هغه مهال پوهېږي چې د سوځېدلې غوښې بوی یې تر پوزې شي.
هغې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ان د عملیات او لنګون پر مهال يې هم کوم ډول درد نه دی احساس کړی، خو ډاکټران وايي، دا مېرمن یو ډول نادره جنټیک لري چې هيڅ ډول درد او ډار نه لري.
په لندن کالج او اکسفورډ پوهنتون کې د درد جنټیک متخصصانو څانګې ډاکټران زیاتوي، په جو کامرون کې له څو ازموینو وروسته داسې جنټیک ځانګړنه وموندل شوه چې له امله یې دا ښځه د نورو عادي خلکو په څېر درد نه احساسوي.
0 دیدگاه