د 5G که ګټې شته زيانونه هم لري
د 5G که ګټې شته زيانونه هم لري
په دې ورځو کې د پنځم نسل یا 5G انټرنېټ د راتلو خبرې ډېرې ښکته پورته کېږي چې په نړۍ کې ورته ډېر خلک په تمه دي، ځکه دا دومره چټک انټرنېټ دی چې په یوه ثانیه کې يې د ډاونلوډ او اپلوډ چټکتیا ۱۰ ګېګا بایټو ته رسېږي، خو د ساينس پوهانو په وینا د موبایل دا نوې ټکنالوژي د دومره چټک انټرنېټ په لرلو سره ځینې مضر اثرات هم لري چې روغتیا ته زیان رسوي.
د نړیوالو رسنیو د مالوماتو له مخې، په هغه سیمو کې چې دا انټرنېټ څومره ډېر وي، د نورو په پرتله یې زیان زیاتېږي، ځکه اوس مهال له ۷ سوه مېګا هېرټسه یوازې ۶ سوه ګېګا هېرټس فرېکونسي کارول کېږي، خو د پنځم نسل ټکنالوژي په راوتلو سره به له ۲۸ سوو تر سل زره ګېګا هېرټس فرېکونسي کارول کېږي چې دا د انسانانو پر روغتیا ناوړه اغېزې لري.
په دې اړه ۲۵۰ اندېښمنو ساينس پوهانو ملګرو ملتونو ته یو وړاندیز هم کړی چې د دې ټکنالوژي تر راوتلو وړاندې دې د انسانانو روغتیا پاملرنه وشي، ځکه په خبره يې د ځیرکو موبایلونو د شعاعو له کبله ان د سرطان ناروغي هم پیدا کېږي.
پر دې غوښتنه د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان هم لاسلیک کړی دی او ماهرین په دې اند دي چې له ځیرکو موبایلونو داسې مقناطیسي شعاعې راوځي چې د انسانانو د روغتیا لپاره زیان پېښولای شي او ان تر دې چې د سرطان ناروغي خطرات، ذهني فشار او جینیاتي زیانونه ورسره زیاتېږي.
ماهرین په ورته وخت کې وايي، دا فرېکونسي د انسانانو پر عصبي نظام هم اغېزه کوي او حتا تر دې پورې چې د انسانانو حافظې کمزورې کېدو تر څنګ پر پنځه حواسو هم ناوړه اغېزه کوي او د پرېشاني او غوسې د زیاتوالي سبب هم ګرځي.
0 دیدگاه