یوې ښځې په یوه میاشت کې درې ماشومان وزېږول
یوې ښځې په یوه میاشت کې درې ماشومان وزېږول
یوې بنگلهدېشۍ مېرمنې د یوه ماشوم تر زېږون ۲۶ ورځې وروسته دوه غبرگولي ماشومان زېږولي دي.
د بنګلهدېش د طب په تاریخ کې د ا یوه عجیبه پېښه ده. عارفه سلطانه چې د ۲۰ کلو ده لومړی یې یو ماشوم له وخته مخکې وزېږاوه او له هغه ۲۶ ورځې وروسته یې دوه غبرګوني ماشومان وزېږول چې یو هلک او بله نجلۍ وه.
د عارفې نرسې ویلې، ماته دا پته نه وه چې دا به د ماشوم تر پیدا کېدو وروسته هم حامله پاتې وي.
مېرمن عارفه د جنوبي بنګلهدېش جېسور اوسېدونکې ده، کله چې يې هغه له روغتونه خارجوله روغتیا یې سالمه وه.
ډاکترانو ویلې، عارفه مورزاده «په پيدايښتي ډول» دوه رحمه لري او هغه دوو نورو ماشومانو ته په بل رحم کې نمو ور کړل شوې ده.
هغه د خپلو بچو په پیدا کېدو خوشاله ده، خو په یوه وخت کې د درو ماشومانو روزلو اندېښمنه کړې ده.
0 دیدگاه