نور د ماشوم زړه د مور په نس کې تداوې کېږي
نور د ماشوم زړه د مور په نس کې تداوې کېږي
د طیب ماهرينو یوه داسې ټکنالوژي اختراع کړې چې په مرسته یې د مور په خېټه کې د ماشوم انځور او د زړه درملنه کېږي.
په لندن کېنګ کالج کې د حاملې مېرمن د زړه خوځښت بېترتيبه شوی و. ډکټرانو د دې لپاره د ماشوم دزړه انځور واخيست، خو د مور په خېټه کې ماشوم نهایت کوچنی و د زړه تصویر اخيستل يې ناممکن و، ځکه څو څو واره ماشوم خپل ځای تبدیل کړ.
ډاکټرانو د ماشوم د زړه انځور اخيستو لپاره ایمارای ماشین او یو ډېر مضبوط ۳ډي کمپیوټر په مرسته دا عملیات وکړ.
لومړی یې په ۲ډي له بېلابېلو زاويو انځورونه واخيستل، خو د ماشوم زړه سم نه ښکارېده، وروسته ډاکټرانو په ۳ډي ټکنالوژي سره د هغې انځورونه واخيستل او په دې سره وتوانېدل چې د ناروغۍ ریښې پیداکړي.
په انځورونو کې په واضحه لیدل کېدل چې په ۲۰ اوونیو کې ماشوم زړه ته چې کوم شریان وینه مهيا کوي په هغې کې ستونزه وه، د دې تر څنگ د ماشوم په زړه کې دوه سوریان هم و. ډاکټرانو له زېږېدو مخکې د درملو په مرسته د ماشوم د زړه سوریان مظبوط کړل بیا یې د شریانونو ستونزه حل کړه.
تر زېږېدو وروسته ډاکټرانو د ماشوم د زړه عملیات وکړ چې له دې سره یې ورته سوریان بند کړل. ماشوم د ۱۱ میاشتو دی هغه اوس هيڅ د زړه ستونزه نه لري، خو مخکې به د زړه درملنه هغه وخت کېدله چې کله به ماشوم لوی شو، خو اوس له زېږېدو مخکې دا درملنه هم شونې شوه.
0 دیدگاه